د افغانستان جمهوري ریاست وایي، ولسمشرحامد کرزی غواړي چې له امریکا سره امنیتي او دفاعي سند لاسلیک کړي، خو امریکایي چارواکي یې باید شرایط ومني.
د سولې د ټینګښت لپاره عملي هڅې او د افغانانو پر کورونو د پوځي عملیاتو بندیدل، هغه عمده شرایط دي چې ولسمشر حامد کرزي امریکا ته وړاندې کړي.
د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي مشال راډیو ته وویل، دا شرایط د دې لپاره ایښودل شوي چې؛ عام افغانان نورد ترویزم په وړاندې د روانې مبارزې قرباني نه شي.
د افغانستان جمهوري ریاست وایي، هڅه کوي چې له امریکا سره د اړیکو په نوي فصل کې د عامو خلکو د هغو قربانیو د تکرار مخنیوی وکړي چې په تیرو څه باندې لسو کلونو کې یې ورکړي دي.
د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي وایي، همدا لامل دی چې ولسمشر حامد کرزی هم د امنیتي سند د لاسلیک لپاره په خپلو شرایطو ټینګ ولاړ دی.
ښاغلی فیضي مشال راډيو ته وویل چې؛ ولسمشرحامد کرزی په مجموع کې له دې سند سره موافق دی، خو د خلکو د خوندیتوب او ملي حاکمیت لپاره یې ځیني شرایط وړاندې کړي:
"په مجموع کې له دې سند سره موافقه موجوده ده، ولسمشر او خلک غواړي چې دا سند لاسلیک شي، خو موږ د سولې د ټینګښت په ګډون ځیني شرایط لرو، دا شرایط مو د دې لپاره ایښي، ترڅو له امریکا سره د اړیکو په نوي فصل کې چې د همدې سند په وسیله پيلیږي، افغانان د تروریزم د جګړې قرباني نه وي، ملکي خلک باید خوندي وي او امریکا باید په دوي باندې پوځي عملیات ودروي."
نږدې دوه میاشتې وړاندې مشورتي لویې جرګې تایید کړه چې؛ د افغانستان او امریکا ترمنځ باید امنیتي او دفاعي سند لاسلیک شي، خو ولسمشر کرزي وویل، ترڅو چې د افغانستان شرایط ونه منل شي دا موافقه به لاسلیک نه کړي.
د سولې د ټینګښت عملي هڅې، په انتخاباتو کې نه لاسوهنه او د خلکو په کورنو د بمباریو بندیدل هغه عمده شرایط وو، چې ولسمشر حامد کرزي امریکایي چارواکو ته وړاندې کړل.
څه موده وړاندې جمهوري ریاست وویل چې امریکایي چارواکو دا شرط منلی چې د افغانانو په کورونو به بمباري او عملیات نه کوي، خو د نورو شرایطو په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.
ولسمشرحامد کرزي ویلي، په افغانستان کې سوله د امریکایانو او پاکستانیانو په لاس کې ده او د امنیتي سند د لاسلیک لپاره باید په افغانستان کې سوله ټینګه کړي.
د ولسمشر ویاند ایمل فیضي له مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي، که امریکا له ګوانتامو او د پاکستان له زندانونو څخه طالبان ازاد کړي، د سولې ټیګښت ته به زمینه برابره شي:
"له ګوانتانامو او د پاکستان له زندانونو څخه د افغان طالبانو خوشې کیدل او په بیړې سره کابل ته د هغوي انتقال، د مشورتي لویې جرګې غوښتنه هم وه، موږ دې غوښتنې ته احترام لرو، که د امریکا له خوا د پاکستان په همکاری داسې عملي اقدامات وشي، زه یقین لرم چې د سولې پروسه به عملآ پيل شي."
په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې په کابل کې د امریکا د سفارت مرستیال د هرات والي سید فضل الله وحیدي ته ویلي چې هېواد یې د افغانستان ټول شرایط منلي دي.
خو په کابل کې د امریکا سفارت وایي، دا راپورونه بې اساسه دي.
د امریکا سفارت مشال راډیو ته په یوه بیان کې ویلي چې په تیر نومبر میاشت کې د امنیتي سند په اړه خبرې پای ته رسیدلي او په دې اړه د امریکا په دریځ کې بدلون نه دی راغلی.
د امنیتي تړون لاسلیک او له بګرام څخه د ۷۲ زندانیانو خوشې کیدل، هغه موضوعات دي چې دا مهال پرې د افغان حکومت او امریکایي چارواکو نانندرۍ روانې دي، خو تراوسه د دواړو برخه لیک معلوم نه دی