ورلډ پالېټېکس رېويو نومې مجلې د افغانستان او هند تر مينځ پر همکاريو يوه ليکنه خپره کړې ده.
په ليکنه کې راغلي، افغان ولسمشر حامد کرزي تېره مياشت هند ته سفر وکړ، چې د تېر ۲۰۱۳ م کال په اوږدو کې دريم او له ۲۰۰۱ کال راهيسې، چې نوموړی د افغانستان د ولسمشرۍ پر څوکۍ ناست دی، دغه يې نوموړي هېواد ته څوارلسم سفر و.
هند ته د ولسمشر کرزي د تېرې مياشت د سفر پر مهال د افغانستان او هند حکومتونو د دفاع او امنيت په برخو کې د همکاريو سېوا کولو ژمنې وکړې.
ليکنه زياتوي، په داسې حال کې چې ټاکل شوې د روان ۲۰۱۴ م ز کال په پای کې به يو د پام وړ شمېر نړيوال ځواکونه له افغانستانه ووځي، افغان او هندي چارواکو د افغان امنيتي ځواکونو د ظرفيتونو لوړولو په خاطر پر نويو لار چارو غور وکړ.
د هند حکومت ويلي چې هغه ۳۵۰ افغان ځواکونه چې دغه هېواد يې هر کال تربيه کوي، شمېر به يې ۱۰۰۰ سرتېرو ته ورسوي.
ليکنه کاږي، هند د تربيې د دغو پروګرامونو په ترڅ کې غواړي افغان امنيتي ځواکونو د طالب وسله والو پر وړاندې جګړې ته تکړه کړي.
د ليکنې له مخې، په هند او پاکستان دواړو هېوادونو کې خلک فکر کوي چې طالب وسله وال د پاکستان د قامي امنيتي پالېسۍ د يوې وسيلې په توګه کارول کيږي.