د طالبانو د غاړې د مذاکراتي ډلې یو غړي مولانا یوسف شا نن د سېشنبې پر ورځ مشال راډیو ته په مرکه کې وویل : طالبانو دوی ته د بندیانو یو نوملړ [فهرست]سپارلی چې حکومت دې دغه کسان خوشې کړي.
نوموړي د قیدیانو شمیره ښکاره نه کړه ، خو ویې ویل چې دا ټول غیر جنګي قیدیان دي. مولانا یوسف شا وویل له طالبانو سره هم حکومتي بندیان دي چې د خلاصون هڅه یې کیږي.
مولانا یوسف شا د امن د زون د ټاکلو د تجویز په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل : د حکومت او طالبانو له غاړې څخه د څو ځایونو تجویز مخې ته راغلی چې د مکین، لدها، میران شا او د ایف ار بنو سیمې هم پکې شاملې دي. نوموړي هېله څرګنده کړه چې د حکومت او طالبانو ترمنځ یو میاشتنی اوربند به وغزیږي.