د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان په خپلمنځۍ شخړه کېوتي، حکومت روغه له چا سره کوي


په داسې حال کې چې د طالب وسلوالو ډلو ترمنځ نښتې روانې دي نو له يوې وسلوالې ډلې سره د پاکستان حکومت د سولې خبرو څه جواز جوړېږي؟

د امنیتي او دفاعي چارو کارپوهان وايي، په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو لخوا په دې روستيو کې پر يو بل د بريدونو وجه د طالب وسلوالو ډلو ترمنځ په مشرۍ او له پاکستاني حکومت سره د سولې پر خبرو اختلاف دی.


په داسې حال کې چې د طالب وسلوالو ډلو ترمنځ نښتې روانې دي نو له يوې وسلوالې ډلې سره د پاکستان حکومت د سولې خبرو څه جواز جوړېږي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې برېګېډيېر سعد محمد خان مشال راډيو ته وویل، دی حیران دی چې د پاکستان حکومت له چا سره د سولې خبرې کوي د ده په خبره تحريک طالبان پاکستان خو اوس په څو ډلو کې وېشل شوی دی او دارنګ پر يو بل وسلوال بريدونه هم کوي.

په پيښور کې د پاکستاني پوځ يو بل ريټايرډ بريګېډیېر محمود شاه که څه هم له دی سره اتفاق کوي چې په طالبانو کې د مسودو مشرتابه د تحريک طالبان پاکستان د مشرانو خبره نه مني او غواړي چې د ډلې مشري په خپل لاس کې واخلي، خو د ده په خبره له حکومت سره د سولې خبرې طالبان نه بلکې د طالبانو شورا کوي او په شورا کې د طالبانو د ټولو ډلو غړي موجود دي.

سعد محمد خان وايي، که څه هم د طالبانو له خپلمنځي جنګ سره هغوی کمزوري کېږي خو د ده په خبره تر څو چې د پاکستان حکومت له افغانستان سره په ګډه د وسلوالو پرضد شريکه تګلاره نه وي جوړه کړي نو تر هغو نه په افغانستان کې او نه هم په پاکستان کې امن پرځای کېدای شي.
XS
SM
MD
LG