د پاکستان د وزير اعظم د امنيتي او بهرنيوو چارو سلاکار سرتاج عزیز يو ځل بيا ويلي چې يو باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی.
نوموړي دا خبره د پاکستان له سرکاري راډیو سره په مرکه کې کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تور لګوي چې پاکستان د افغانستان په بدامنۍ کې لاس لري او نه غواړي چې هلته امن راشي.
بلخوا د افغانستان د کونړ ولايت چارواکي وايي چې د پاکستان له خاورې ۱۸ توغندي په دانګام ولسوالۍ کې لګیدلي دي.
د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سید خېل د شنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې دغه توغندي د پاکستان د پوځ له لوري ویشتل شوي دي خو چاته په کې مرګ ژوبله نده اوښتې.
پخوا هم په ورته بريدونو کې ځايي افغانانو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي وو.