د افغانستان په ځینو سرحدي سیمو کې د پاکستاني پوځیانو مخته تګ او د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونو د ځینو مدني ټولنو او فعالانو غبرګونونه پارولي دي.
د سمون او بدلون په نوم د ځوانو فعالانو یوه شبکه وایي، د کندهار په معروف کې د پاکستاني پوځیانو لاسوهنه او طالبانو ته د ځینو جنوبي سیمو د ورسپارلو په اړه د سرتاج عزیز وروستۍ څرګندونې د نړېوالو اصولو سرغړونه او د نه منلو وړ کار دی.
دې شبکې د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې خپله لاسوهنه دې ودروي او پر افغان پوځیانو یې غږ وکړ چې د خپل هېواد هر راز دفاع ته چمتو و اوسي.
د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو مخته تګ، پر ځینو سرحدي سیمو باندې د پاکستان له خاورې راکټې حملې او د افغانستان په اړه د پاکستاني چارواکو وروستیو څرګندونو د ځوانانو غبرګونونه را پارولي.
د دوشنبې پر ورځ د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالانو شبکې په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د پاکستان وروستۍ مداخلې د نه منلو وړ وبللې.
د دې شبکې مطبوعاتي مسوول سیدمیثم احساني وویل، چې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو مخته تګ او طالبانو ته د افغانستان د راتلونکي حکومت لخوا د ځینو جنوبي سیمو د ورسپارلو په اړه د سرتاج عزیز خبرې د نړېوالو اصولو خلاف دي.
ده وویل، چې پاکستان باید ورته مداخلې بندې کړي او افغان حکومت هم باید د هر راز دفاع لپاره چمتو و اوسي:
″موږ له پاکستاني چارواکو غواړو چې له داسې مداخلو لاس واخلي او خپلې ناوړه او غیرډپلوماټیکه کړنې بندې کړي.
په دې برخه کې د افغانستان له امنیتي ځواکونو څخه غواړو په ټول توان او ځواک دې دې د پاکستانیو لاسوهنو پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي او په دې برخه کې افغانان هم له امنیتي ځواکونو سره همکار دي.″
له دې مخکې په بلخ او هلمند ولایتونو کې هم مدني ټولنو او ځوانو فعالانو د پاکستان د وروستیو مداخلو او راکټي حملو په غبرګون کې مظاهرې او اعتراضیه غونډې وکړې.
د پاکستان له خاورې پر افغانستان د راکټي حملو او د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو د مخته تګ په خاطر په داسې حال کې دا غبرګونونه ښکاره کیږي چې د دوشنبې په ورځ د پاکستان لوی درستیز راحیل شریف د درې اړخیزو خبرو په خاطر کابل ته ورسید.
سیاسي کارپوهان د مدني ټولنو او فعالانو دا اعتراضي غونډې اغیزمنې بولي خو وايي چې ټولې ستونزې نه شي هوارولی.
احمد سعیدي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
″ تظاهرات،دغه اعتراضونه چې روان دي بې تاثیره نه دي. د افغان ولس او افغان دولت د اعتراضونو او فشارونو په نتیجه کې د پاکستان لوی درستیز راحیل شریف کابل ته د خبرو لپاره راغلی دی″
د پاکستان پر ضد دا اعتراضونه او مظاهرې په داسې حال کې کیږي چې له څو کلونو راهیسې د پاکستان له خاورې د افغانستان پر سرحدي سیمو په تېره بیا کونړ راکټي حملې دوام لري.
د سیاسي چارو کارپوهان وايي د پاکستان له ښکاره مداخلو سره سره افغان حکومت او یا هم نړیوالې ټولنې د دې کار د مخنیوي پر وړاندې هېڅ مناسب ګام نه دی پورته کړی.
راپور: صفي الله ستانکزی ازادي راډيو