د ډي ډيپلوميټ مجلې ليکوال د خپلې ليکنې پيل د حيدي احمد الله په نوم د يوه کابل مېشتي دوکاندار له کيسې کړی دی.
نوموړي يوه کال وړاندې، د دې لپاره چې د افغانستان د راتلونکي په اړه ډېر ناهيلی وو، پلان نيولی وو چې خپل کور او کاروبار خرڅ کړي او هند او يا هم کاناډا ته کډه شي.
خو ليکوال وايي چې احمد الله يې سږکال د اپريل په مياشت کې، چې د افغانستان ولسمشريزه انتخابات شوي ول، د کابل د شهر نو سيمې په خپل دوکان کې ناست بيا موندو.
احمد الله ليکوال ته وويل، زه په خپله حيران يم چې څنګ دلته ايسار پاتې شوم. خو ته نه وينې چې د دې هېواد فضا بدله شوې ده؟
ليکوال وايي چې په افغانستان کې د احمد الله په څېر نور هم ډېر خلک دي چې د دې هېواد ښه راتلونکې ته هيله من دي.
د حميد په نوم يو افغان او مېرمن امينه یې، په هند کې له درو کلونو تېرولو وروسته سږکال د فبرورۍ په مياشت کې کابل ته ستانه شول او دغلته يې خپل مسلکي کارونه پيل کړل.
مېرمن امينې یې ليکوال ته ويلي، ته پوهېږې چې د ۲۰۱۰ م کال افغانستان د ۲۰۱۴ م کال له هغې بدل شوی دی. څلور کاله د مخه موږ اندېښمن وو چې هېواد به مو يوارې بيا د نويمې لسيزې د نااراميو کندې ته ولويږي. دغه راز خلک په وېره کې وو چې طالبان به بيا قدرت تر لاسه کړي. خو اوس کيسه بدله ده. د افغانستان انتخاباتو موږ ته يوه هيله رابخښلې ده.
ليکوال د افغانستان په تېرو ولسمشريزو انتخاباتو کې د افغانانو بې ساری ګډون هم ياد کړی دی چې وايي د طالبانو د دړکو باوجود، شاوخوا ۶۰ سلنه افغانانو خپلې رای وکارولې.
په هرات کې له يوه ځايي راډيو سره کارکوونکي خبريال حميد ليکوال ته ويلي، موږ به تر کومې د طالبانو په وېره کې ژوند کوو؟ د افغانستان نوی کول خپل هېواد د نړۍ له نورو هېوادونو سره د يوه سيال هېواد په توګه ليدل غواړي.
همداراز په باميانو کې له سېلانيانو سره مرسته کوونکې د معصومې په نوم يوې مېرمنې ويلي، ما خپله رايه په افغانستان کې د بدلون په موخه او د طالبانو پر ضد ورکړه. د باميان خلک کوم بل څه نه غواړي، دغه د سېلګرۍ صنعت ورته کفايت کوي. موږ يوازې امن ته اړتيا لرو او زه هيله منه يم چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر به هېواد يوې ارامې دورې ته ورداخل کړي.
د ليکنې په پای کې ويل شوي، له دې خوشبينيو سره سره، د افغانستان پر چارو نظر لرونکي تنان لا هم د دې هېواد د راتلونکي په اړه محتاطانه رای ورکوي.
په کابل کې د افغانستان د څېړنکارانو شبکې په نوم له يوې ادارې سره کارکوونکې مېرمن مارټيني بېجلرټ ليکوال ته ويلي، موږ بايد د ولسممشريزه انتخاباتو د پروسې بشپړېدو ته انتظار وباسو.
نوموړې زياته کړې، له انتخاباتو وروسته د طالبانو د چوپتيا په اړه څه ويل يو څه ګرانه ده. کېدلای شي، دوی د افغانستان نوي سياسي وضيعت ته د ځواب ويلو پر لارو چارو غور کوي.