د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې به د ناټو په مشرۍ ټول ۱۲۰۰۰ سرتېري پاتې شي


رویټرز خبري اژانس د یوه امریکايي پوځي چارواکي له خولې وايي، د ناټو په مشرۍ روزونکی ماموریت به تر ۲۰۱۴ز کال وروسته په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۰۰۰ سرتېري وساتي.

رویټرز خبري اژانس د یوه امریکايي پوځي چارواکي له خولې وايي، د ناټو په مشرۍ روزونکی ماموریت به تر ۲۰۱۴ز کال وروسته په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۰۰۰ سرتېري وساتي.


د دې چارواکي نوم نه دی ښودل شوی خو په حواله یې ویل شوي دي چې په هغو سرتېرو کې به ۸۰۰۰ امریکایان وي او له دې سره سره به شاوخوا ۱۸۰۰ نور امریکايي سرتېري د ترهګرۍ پر وړاندې عملیات تر سره کوي.

چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، امریکا لېواله ده چې نور هېوادونه لکه برتانیا یا اسټرالیا هم د ترهګرۍ ضد د عملیاتو برخه شي.

تېره اوونۍ امریکايي ولسمشر باراک اوباما وویل، د ده هېواد به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۹۸۰۰ ته ښکته کړي. د اوباما په خبره، دا سرتېري به نه یوازې افغان ملي امنیتي پوځیان روزي بلکې پکې به ځینې په افغانستان کې د القاعده وسله والې ډلې پر ضد عملیات هم کوي.

رویټرز خبري اژانس د دې چارواکي له خولې وايي، ده ته دا مالومه نه ده چې په هر ماموریت کې به څومره سرتېري وي. خو د پلان تر مخه ۸۰۰۰ امریکايي سرتېري به د ناټو تر مشرۍ لاندې د افغان پوځیانو د روزنې چارې پر مخ وړي.

رویټرز اژانس لیکي، تر اوسه دا روښانه نه ده چې د ترهګرۍ ضد ماموریت لپاره به برتانیا یا اسټرالیا د خپلو ځانګړو سرتېرو ساتلو ته تیار شي او که نه؟ د دې ماموریت یوازینۍ موخه به دا وي چې په افغانستان کې د القاعده او د دې ډلې پورې تړلي وسله وال تر فشار لاندې وساتل شي چې دوی پر غرب حملې ونکړای شي.

ناټو او امریکا د روان کال په پای کې په افغانستان کې خپل جنګي ماموریتونه پای ته رسوي او بیا تر هغې وروسته د امریکايي سرتېرو د پاتې کېدو جواز له دوه اړخیزه امنیتي تړون سره تړلی دی.

تر اوسه افغان ولسمشر حامد کرزي له واشنګټن سره د دې تړون له لاسلیکه انکار کړی دی. البته د ولسمشرۍ څوکۍ دواړه نوماندان، عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی وايي، دوی به دا تړون لاسلیک کړي.

ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخاباتو دویم پړاو د جون پر ۱۴مه تر سره شي.

رویټرز خبري اژانس زیاتوي، د اوسني پلان تر مخه به د جرمني ځواکونه د افغانستان په شمال او د اېټالیا پوځیان به د هېواد په غرب کې افغان ملي امنیتي سرتېري وروزي.
XS
SM
MD
LG