ورځپاڼه لیکي ــــــ د پاکستان په شمالي سیمو کې د دنګو غرونو لړۍ دي ـــــ چې تیرو وختونو کې به ورته د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو نه سیل ګري او غرختونکي راتلل.
د نړۍ په څوارلس د نګو څوکو کې پینځه په پاکستان کې دي. کې ټو د نړۍ دویم اوچت غر ګڼل کیږي، دغه شان نانګا پربت شپږویشت زره ، شپږ سوه او شپیته فوټه دنګ غر دي چې د پاکستان په شمالي سیمو کې دی.
تیرکال د جون په میاشت کې وسله والو طالبانو په دغه سیمه کې ۱۰ بهرملکي غرختونکي اووژل ـــــــ او ددغه پیښې نه وروستو د بهر ملکي سیلانیانو او غرختونکو شمیره ډیره راښکته شوې ده.
واشنګټن پوسټ لیکي ــــــ په امریکه کې د ستمبر د یوولسمې د ترهه ګرۍ د پیښو نه وړاندې ــــــ ګلګت بلتستان ته په زرګونو سیلانیان راتلل. په نیویارک او واشنګټن د بریدونو په وخت د همالیې، هندوکش او قراقرم د غرونو په لمنو کې شل زره سیلانیان موجود وو.
یو چارواکي ورځپاڼې ته ویلي ـــــ په نانګا پربت کې په بهرملکي سیلانیانو د ترهه ګر برید نه وروستو ـــــــ هرکال د سیل ګرۍ صنعت ته د ۱۰۰ ملینه ډالره زیان رسیږي.
د سیمې خلک وايي چې د بهر ملکي سیلانیانو نه يي د چاپیریال د ساتنې او د سیل ګرۍ او فطرت ترمینځ د توازن ساتلو په اړه ډیر څه ازده کړي دي. دوي زیاتوي د سیلانیانو د نه راتګ سره ددوي اقتصاد ډیر اغیزمن شوې دی او دوي اوس مجبوره دي چې د ژوند تیرولو لپاره د غرونو نه د لرګو لړۍ بیا پیل کړي.
ورځپاڼه لیکي ــــــ چې اوس د چارواکو له خوا ــــــ د سیلانیانو د حفاظت لپاره پولیس لیږل کیږي ــــــ او حکومت هڅه کوي چې یو ځل بیا د نړۍ پام دې ښایسته سیمې پله راوګرزوي.