د پېښور په یو سکول کې د برید پرمهال د ۱۴۰ و نه د زیاتو ماشومانو په نخښه کېدو ، د نورو خلکو ترڅنګ حساس زړه درلودونکي هنرمندان هم وژړول.
یو شمېر هنرمندانو مشال راډیو ته وویل چې دوی دا ډول پېښې غندي او د ترهګرۍ هره پېښه ددوی د میاشتو خواري په اوبو لاهو کوي.
د پېښور هنرمندان وايي د ژوندو پاتې شویو ماشومانو عادي حالت ته د راګرځولو لپاره ضروري ده چې دوی ته واړه کنسرتونه ترتیب کړای شي، څو ددوی غم غلط شي.
دا اونۍ د مشال راډیو همکار هارون باچا د سندرو امېل خپرونه هم دې موضوع ته ځانګړې کړې ده.