د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولوي خان دراز داوړ: افغان حکومت او ولس زموږ ډېر قدر کوي


په خوست کې د شمالي وزیرستان له بې کوره کړل شوو خلکو سره مرستې کېږي
په خوست کې د شمالي وزیرستان له بې کوره کړل شوو خلکو سره مرستې کېږي

د افغانستان په خوست کې مېشت د شمالي وزیرستان بې کوره کړل شوي خلک وايي، د پاکستان حکومت تر اوسه له دوی سره د ستنېدو لپاره هیڅ تماس نه دی نیولی.

پراګ: په خیبر پښتونخوا کې مېشتو د شمالي وزیرستان بې کوره کړل شوو خلکو حکومت ته د جون تر لومړۍ نېټې وخت ورکړی دی چې د دوی د ستنولو مهال وېش دي په ډاګه کړي. د دوی په وینا ، کې چېرې حکومت د دوی غوښتنه پوره نکړه نو دوی به په احتجاج لاس پورې کړي. اوس پوښتنه دا ده چې د پاکستان حکومت د شمالي وزیرستان د هغو کډوالو په اړه څه پلان لري چې د افغانستان په خوست ولایت کې مېشت دي؟ ایا پاکستاني حکومت تر اوسه له هغوی سره څه تماس نیولی دی او که نه؟

د خیبر پښتونخوا په بنو او نورو سیمو کې مېشتو د شمالي وزیرستان بې کوره کړل شوو خلکو نه یوازې په وار وار جرګې کړې دي بلکې اوس خو یې د دوی په وینا ، حکومت ته د دې لپاره ورستۍ نېټه ورکړې ده چې د دوی د ستنولو مهال وېش په ډاګه کړي.

خو د افغانستان په خوست کې مېشت د شمالي وزیرستان بې کوره کړل شوي خلک وايي، د پاکستان حکومت تر اوسه له دوی سره د ستنېدو لپاره هیڅ تماس نه دی نیولی.

په خوست کې د مېشتو دې بې کوره کړل شوو خلکو د جرګې غړي مولوي خان دراز داوړ مشال راډیو ته وویل ، که څه هم افغان حکومت او ولس له دوی سره د پام وړ مینه او مرستې کوي خو دوی به بیا هم هغه وخت وزیرستان ته ستنېږي چې هلته امن پر ځای شي.

مولوي خان دراز داوړ وویل ، په خوست کې د مېشتو وزیرستانیو او پاکستاني حکومت ترمنځ تر اوسه څه تماس نه دی نیول شوی هغه ځکه چې د پاکستاني حکومت له خوا شوي اعلانونه زموږ په فکر غیریقیني دي.

د پاکستان حکومت د شمالي وزیرستان د بې کوره کړل شوو خلکو د بیرته ستنولو اتنظامي چارې فاټا سیکریټرېټ ته سپارلې دي.

د دې ادارې د کډوالو د څانګې مشر فرمان خلجي مشال راډیو ته وویل ، دوی افغانستان ته د تللو خلکو د بیرته ستنېدو په لړ کې له هغوی سره د مرستې لپاره تر نهو میاشتو په کرمه کې یو مرکز جوړ کړی وو.

فرمان خلجي وویل ، لوی شمېر خلک له افغانستانه ستانه شو او کوم چې پاتې دي هغوی ته دوی هر وخت هرکلی وايي.

فرمان خلجي زیاته کړه چې دوی په دې اړه څه نه شي ویلای چې ایا د پاکستاني حکومت له خوا به په خوست کې مېشت وزیرستانیو وګړو ته د را ستنېدو رسمي خواست کېږي او که نه.

له مولوي خان دراز داوړ څخه مو وپوښتل چې دوی به له پاکستاني حکومت سره د ستنېدو لپاره تماس نیسي که نه دوی غواړي چې د پاکستان حکومت دوی ته د ستنېدو ووايي؟

ده وویل ، موږ په خپله خوښه دلته نه یو راغلي بلکې د پاکستان حکومت لارې راته بندې کړې وې نو موږ ځکه دلته راغلو.

مولوي خان دراز داوړ وویل چې دوی د ضرب عضب نومي عملیاتو وړاندې پاکستانیو چارواکو ته ویلي وو چې دوی ته دي لارې نه بندي ګني نو دوی د ډیورنډ کرښې هغې بلې خواته له اوښتو پرته بله چاره نه لري.

د یادونې وړ ده چې د تېر کال د جون پر پنځلسمه د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد د ضرب عضب په نامه عملیات پیل کړل چې له کبله یې تر لس لکه زیات خلک بې کوره شو.

په دې لس لکه خلکو کې شاوخوا دوه لکه د افغانستان خوست ولایت ته ولاړل او نور د خیبر پښتونخوا بنو ، ډېره اسماعیل خان او نورو سیمو ته وکوچېدل.

XS
SM
MD
LG