د افغانستان په سرپل کې سیلاونو دری کسان وژلي او شاوخوا سل کورونه یې ویجاړ کړي دي.
د سرپل دطبیعي پېښو سره د مبارزې رییس عزیزالرحمان ایماق مشال راډیو ته وویل چې سیلاونونه د سېشنبې پر ورځ د دې ولایت په کوهستانات، سوزمه قلعه، صیاد، سنچارک او ګوسفندي ولسوالیو کې را وتلي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د امنیت د خراب والي له وجې د دوی مرستندویه ټیمونه نه دي توانیدلي چې زیامنو شوو کورنیو ته پر وخت مرستي ورسوي.
خو د دغه سیمو اوسیدونکي وايي که حکومت دوی ته پر وخت مرستي ونه رسوي نو د مرګ له ګواښ سره به مخامخ شي.