د تعليم مبارزې او نوبيل سوله جايزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ دوه کاله پخوا په ملګرو ملتونو کې د خپلې وينا په ترڅ کې وويل چې يو ماشوم، يو استاد، يو کتاب او يو قلم دنيا بدلولی شي. آيا د ښوونځي کتابونه رښتيا هم دنيا بدلولی شي. ډېر څيړونکي فکر کوي چې کتابونو کې موجود مضمونونه پر ماشومانو ډېر اغېز لري او کولی شي ټولنه کې د برداشت او عدم تشدد په خورولو کې مرسته وکړي. يا دا چېتدريسي کتابونه څرنګه په ټولنه کې د نفرت زياتولو لپاره کاريدلي او کاريږي.
زموږ نصاب دومره خراب او له مبالغې ډک دی چې څوک زموږ له ښوونځيوو فارغ شي هغه بې وقوفه وي.
د خيبر پښتونخوا پر حکومت تنقيد او نيوکې کيږي چې د عوامي نيشنل ګوند د تېر حکومت هغه اکثره بدلونونه ويستلي چې تر ډيره په ټولنه کې د برداشت د رواجولو او مذهبي نفرت د مخنيوي لپاره مهم ګڼل کېدل. عوامي نيشنل ګوند په خيبر پښتونخوا کې له ۲۰۰۸ کال څخه تر ۲۰۱۳ پورې حکومت وکړ.
د هغه مهال د خيبر پښتونخوا د ټيکسټ بک بورډ مشر، فضل رحيم مروت وايي چې درسي کتابونه بايد د مذهبي اوسياسي نظريې د خپرولو او تبليغ لپاره ونه کارول شي. نوموړی وايي: ((موږ ټول هغه شيان نرم کړل چې مذهبي جنونيت او سخت دريځي يې خپروله. کوشش مو دا وو چې ماشومانو ته داسې خبرې ورزده کړل شي چې په ټولنه کې زغم زيات کړي او مسايل د عدم تشدد له لارې حل کړي. باچا خان شپېته کاله جدوجهد کړی. نيمايي عمر يې جېل کې تير شوی. کتاب کې نه وو. پکې شامل مو کړ. د ډيورنډ کرښې په اړه مو پکې وليکل.))
د پيښور ښار ګورنمنټ هايي سيکنډري سکول نمبر ون د خيبر پښتونخوا د څه دپاسه اته ويشت زرو ښوونځيوو څخه يو هغه ښوونځی دی چې زده کوونکي يې د تحريک انصاف او جماعت اسلامي ګوندونو شريک صوبايي حکومت نوي نصاب کتابونه لولي.
د لسم ټولګي زده کوونکی تيمور حسين وايي مطالعه پاکستانکتاب کې يې لوستي چې هندوستان د هندوانو او پاکستان د مسلمانانو لپاره جوړ شوی دی. د هغه په خبره له ۱۹۴۷ کال مخکې هندوانو مسلمانان عبادت ته نه پريښودل نو ځکه د پاکستان د جوړېدو خېال راپيدا شو.
دا هغه خبرې دي چې څيړونکي يې د ښوونځيوو په کتابونو کې د ځينو داسې موجودو مضمونو اغېز بولي چې په خبره يې نفرت پارونکي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۱۹۴۷ کال کې کله چې پاکستان جوړ شو په لکونو مسلمانان د هندوستان په زمکه خپلو سيمو کې پاتې شول. اوس هم د پاکستان هومره مسلمانان په هندوستان کې ژوند کوي. نه يوازې پر دوی د مذهبي چارو پابندي نشته بلکې په دوی کې ګڼ يې وزيران، لوی لوی سوداګر او د فلمونو مشهور لوبغاړو ترڅنګ د ژوند په نورو برخو کې په کار بوخت دي.
د اسلام اباد د قايداعظم پوهنتون استاد ډاکټر پرويز هودبايي پاکستان کې د ځوانانو په سخت دريځه کېدو ډېرې ليکنې کړي دي. هغه وايي کتابونو کې ماشومانو ته تاريخ په غلط ډول ښودل په دي مانا ده چې ماشومان يې داسې کم علمه لوی شي چې سخت دريځه ډلې يې په اسانۍ د ځان سره د يو ځای کولو لپاره بې لارې کولی شي.
((زموږ نصاب دومره خراب او له مبالغې ډک دی چې څوک زموږ له ښوونځيوو فارغ شي هغه بې وقوفه وي.))
عوامي نيشنل ګوند په خپل وار کړو بدلونونو کې د عدم تشدد مبارز پښتون مشر، عبدالغفار خان باچاخان تر څنګ ځينې نور کسان هم شامل کړي وو چې اوس يې يا خو مضمونونه ورکم شوي او يا هم ويستل شوي دي.
فضل رحيم مروت وايي دوی ځکه دغه بدلونونه وکړل چې غوښتل يې په ماشومانو کې د خپلې خاورې سره مينه پيدا شي. د هغه په خبره غوښتل يې زده کوونکي په دي وپوهيږي چې پښتانه دنيا ته په غلط ډول ښودل شوي او دوی کې سوله ييز اتلان هم شته دی چې دوی يې بايد په ژوند کې پيروي وکړي.
کارپوهان او مخالف سياست وال د خيبر پښتونخوا پر حکمران ګوند تحريک انصاف تور پورې کوي چې له خپل اتحادي ګوند جماعت اسلامي ډېر مجبوره دی نو ځکه يې په کتابونو کې داسې موادو اچولو ته زړه ښه کړی چې سخت دريځي زياتوي. خو د خيبر پښتونخوا د تعليم وزير محمد عاطف په نصاب کې له کړو بدلونونو دفاع کوي او وايي د عوامي نيشنل ګوند کړي بدلونونه غلط وو.
هغه د لويو او ډېرو جنجالي بدلونونو په اړه نه غوښتل خبرې وکړي خو د وړو هغو په اړه يې مشال ريډيو ته وويل:
((موږ د Good Morning او Good Afternoon پر ځای السلام عليکم واچول ځکه چې دا زموږ رواج دی. کتابونو کې مو هغه تصويرونه ليري کړل چې کورنيوو پکې غربي جامې اغوستې وي.))
موږ ټول هغه شيان نرم کړل چې مذهبي جنونيت او سخت دريځي يې خپروله. کوشش مو دا وو چې ماشومانو ته داسې خبرې ورزده کړل شي چې په ټولنه کې زغم زيات کړي او مسايل د عدم تشدد له لارې حل کړي. باچا خان شپېته کاله جدوجهد کړی. نيمايي عمر يې جېل کې تير شوی. کتاب کې نه وو. پکې شامل مو کړ.
محمد عاطف د څلورم او لومړيوو ټولګيوو يا کلاسونو د کتابونو خبره کوي. فضل رحيم مروت چې د عوامي نيشنل ګوند په وخت کې يې دغه بدلونونه کړي وو، وايي چې اوسنی حکومت په غلطه دی او کتابونو کې يې بې ضرورت ګوتې وهلي دي.
((دا د انګريزي کتابونه دي. د انګريزۍ په کتابونو کې خو بايد Good Morningاو Good Afternoon وي. د غربي لباس خبره داسې ده چې يو خو دا تصويرونه د ماشومانو دي. بله دا چې کتابونه د انګريزي دي نو چاپيريال هم پکې همغسي ښودل شوی.))
د اووم ټولګي يا کلاس اردو کتاب کې د علم دين په نامه د لاهور د هغه اوسيدونکي په اړه پنځه مخه مضمون دی چې په ۱۹۲۹ کال کې يې يو هندو پبلشر يا د کتابونو چاپونکی د يو داسې کتاب د چاپولو له وجې وژلی وو چې د لګيدلي تور له مخه پکې د محمد (ص) سپکاوی شوی وو. په دي مضمون کې علم دين يو اتل ګڼل شوی او کار يې ستایل شوی دی.
څيړونکي وايي قانون په خپل لاس کې اخيستونکو خلکو څخه اتل جوړول غلط کار دی او دغه پېښه په ډېرې مبالغې او شان و شوکت سره وړاندې کولو مانا ماشومان بې لارې کول دي. ډاکتر پرويز هودبايي وايي دغسي مضامين په ټولنه کې جنايت کوونکي زياتوي چې د تشدد په کولو سره امن خرابوي.
((موږ وليدل چې ممتاز قادري د يو ساتونکي په حیث ټوپک راواخيست او د پنجاب ګورنر سلمان تاثېر يې وواژه. پر هغه تور و چې د اسلام سپکاوی يې کړی. دي سړي دا کار ځکه وکړ چې هغه په کتابونو کې ويلي چې په دغسي تور د خلکو وژل ښه کار دی.))
عوامي نيشنل ګوند د قران شريف د انفال او توبه سورتونه هغه آيتونه چې د جهاد په اړه پکې ټينګار شوی له لومړيوو ټولګيوو وويستل او د زيات عمر زده کوونکو په کتابونو کې يې واچول. دوی وايي د ډېر عمر ماشومانو کولی شي د جهاد په مانا سم پوهه شي او څوک يې په اسانۍ د خپلو سياسي هدفونو لپاره نه شي کارولی. خو جماعت اسلامي ګوند په نوی نصاب کې دا هر څه بيا بدل کړل. دوی د محمد (ص) د ژوند د سوله ييزو واقعاتو لکه صلح حديبيه پر ځای ډېر زور د هغه مهال په جنګونو کړی دی.
فضل رحيم مروت چې اوس په خان عبدالولي خان پوهنتونو کې د تدريس چارې پر مخ بيايي او د دغه پوهنتونو مرستيال مشر دی وايي اسلام د سولې دين دی. دی زياتوي چې له اسلامه او پښتونولۍ د تشدد لپاره کار اخيستل نه يوازې بې لارې کول دي بلکې په ټولنه کې د ارامۍ د ګډوډيدو سبب کيږي.
هغه زياتوي: ((تاريخ مه پټوئ. که پټ مو کړ نو تاریخ به تاسي پټ کړئ.))
دا خپرونه دلته په غږ کې اوريدلی شئ.
په همدې اړه لاندې ويډيو کتلی شئ.