افغان حکومت په ټول افغانستان او د خيبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د ماشومانو د لوبو په ټوپکو او تمانچو خرڅولو بنديز لګولی دی. خيبر پښتونخوا حکومت دا کار د څو مياشتو لپاره کړی دی. دا ګام د بشري حقونو د فعالانو د سوله ييزو مظاهرو او ټولنيزو مطبوعاتو مبارزې وروسته شوی.
له واړه اختر مخکې د سوات ماشومانو او د هغوی پلرونو د ټوپکو تمانچو پر ضد مظاهره کړې وه. همداراز په خيبر پښتونخوا او له ډيورنډ کرښې آغاړه جلال اباد کې له دوو کلونو راهيسې ځوانانو پر حکومت د فشار اچولو لپاره مظاهرې او احتجاجونه وکړل تر څو په بازار کې پر وسله شکله لوبو شيانو بندېز ولګي.
د سوات ننګيال يوسفزی وايي دوی ته دا ډېره ځورونکې وه چې د اختر په ورځو کې دي د کلي دکانونو له پټاقيوو او نورو داسې شيانو ډک وي چې ماشومان تشدد کولو ته هڅوي.
((د لوبو ډېر داسې څيزونه دي چې زموږ واړه تشدد ته هڅوي. اکثره مور او پلار دي ته پام نه وي چې په بازار کې يې اخيستي د لوبو ټوپک پر ماشومانو ډېره بده اغېزه لري. موږ بازارونو کې د لوبو د داسې شيانو د بندولو ترڅنګ په خلکو کې د عامه پوهاوي لپاره هم کار وکړ.))
هلته له ډيورنډ کرښې غاړې اخوا په جلال اباد کې انځورګر او مدني فعال حمدالله ارباب په هڅو نه يوازې حکومت د ماشومانو لپاره پر وسله شکلو لوبو شيانو بنديز ولګاوه بلکې په خلکو کې يې په دي اړه د بيدارۍ لپاره هم کار وکړ. ارباب وايي د ماشومانو د لوبو شيانو ته يې ځکه پام شو چې په کلي کور کې به يې واړه ليدل چې د ټوپکو، تمانچو او بمونو لوبې کوي.
((موږ له ماشومتوبه د تشدد خواته هڅول شوي يو. څو لسیزو جګړو خلک جنګ سره مينې پيدا کولو ته لا نور هڅولې دي. د دي کار د مخنيوي لپار مو د جلال اباد له دکانونو پېل وکړ. کوشش مو وکړ چې دکانداران د ټوپکو پر ځای د لوبو نور داسې سامانونه راوړي چې په ماشومانو کې تعليم، ټولنې او خلکو سره مينې پيدا کولو سبب شي. بيا له جلال اباد څخه دا کمپاين د افغانستان نورو سيمو ته وغځېد او اوس دا دی حکومت حکم کړی دی چې هيڅوک به د ماشومانو د لوبو په شيانو کې ټوپکې تمانچې نه راوړي.))
د امريکې د ماشومانو د تعليم ملي ادارې (NAYCE) په خپل يو تحقيق کې ليکلي چې کوچنيان د خپل چاپيريال څخه اغېز منيږي او د لوبو شيان يې آينده ورجوړوي. يعني که يو ماشوم د تعميراتي شيانو لوبې کوي نو هغه سره دومره مينه پيدا کيږي چې په غټوالي کې هم تعميري کار، د ودانيوو جوړولو او ورته شيان کول غواړي. په بل عبارت که ماشومان د ټوپکو لوبې کوي نو ډېر امکان شته چې په غټوالي کې به هم ټوپک خوښوي چې تشدد کولو ته به لار خلاصوي.
ماشومان مو د ټوپکو سره دومره عادت شوي وو چې يوه هم دا نه ويل چې غټ شي نو انجنير يا ډاکټر جوړېدل غواړي
د نفسياتو ماهرې ډاکټر روبي شهريار د وزيرستان د ماشومانو سره ډېر کار کړی دی. هغې د يو غيردولتي ادارې له لارې پر ماشومانو د جګړې د اغېز کمولو او عادي ژوند ته د هغوی راګرځولو لپاره هلې ځلې کړي دي. د سولې پر لور خپرونې ته يې وويل:
((موږ به چې کله دي کوچنيانو سره کښيناستو او کوشش به مو کاوه چې لوبې ورسره وکړو، رسامي يا انځورګري پري وکړو نو دوی به ټينکونه او الوتکې جوړولې. په هوا کې به چې الوتکه تېرېدله نو دوی به سخت ويريدل. کوټې ته به يې منډې کړي او غلي به کښيناستل. لاسونه به يې رپېدل او زړه به يې زر زر درزيده.))
کارپوهان او څيړونکي وايي چې پر ماشومانو د تشدد د اغېز ختمولو لپاره ډېره ضروري ده چې کوچنيان په داسې لوبو اخته پاتې شي چې هغه په ټولنه کې د شريک کار په اړه وي.
پېښور کې تعليم د سولې لپاره پروژې له لارې کارکوونکې، نيلم ابرار چټان وايي څلور کاله مخکې يې پام شوم چې ماشومانو لپاره بايد د لوبو سامان په ډېر پام انتخاب شي. د هغې په خبره له هغه ورځې وروسته يې کوشش شروع کړل چې په دې برخه کې کار وکړي.
((دا ټوپکې او تمانچې مو ليدلې. آن دکانونو کې هم د لوبو راکټونه او بمونه وو. ماشومانو به لوبې پري کولې. ما چې کومو وړو سره کار کړی پر هغوی د سوات د جنګونو ډېر اغېز وو. ۲۰۱۱ کال کې مو د ماشومانو لپاره د لوبو د هغو سامانونو خلاف کمپاسن پيل کړ چې دوی یې تشدد ته هڅول. دا ډېره دردوونکې وه چې ماشومان مو د ټوپکو سره دومره عادت شوي وو چې يوه هم دا نه ويل چې غټ شي نو انجنير يا ډاکټر جوړېدل غواړي. د ټوپک سره د مينې له کبله هر يو غوښتل چې پوځي شي. نو موږ کوشش وکړ چې ماشومان د تشدد له فکر ليري وساتو.))
د روانو جګړو تر څنګ ځينې نور داسې عوامل دي چې ماشومان د لوبو لپاره د ټوپک او تمانچو خوښولو ته هڅوي. د ځينو دغو سببونو له وجې مور پلار ته هم دا عادي ښکاري او تر ډېره يې په بدو اغېزو نه پوهيږي.
حمدالله ارباب وايي د تشدد د فکر د مخنيوي لپاره د ټولنې بېلابېل اړخونه بايد سره لاسونه يو کړي. د هغه په خبره ټولنيزې رسنۍ لکه فيس بک او ټويټر هم په دي کار کې مثبت رول لوبولی شي.
((رسنۍ يا مطبوعات ډېر اغېز لري. د پښتنو فلمونه چې تشدد پکې ښودل کيږي او د پښتنو د کلتور بدنامولو تر څنګ په قصدي ډول د پښتنو ځوانانو کې د تشدد سوچ زياتوي. د ښوونځي نصاب هم ډېر اهميت لري. همداراز د ماشوم مور پلار هم بايد دا فکر وکړي چې بچي يې د کوم شيانو سره لوبې وکړي. موږ د تجارانو سره هم ډېرې خبرې وکړي چې نور داسې سامانانونه را نه وړي او پيسې د يوې بلې سمې لارې د سمو شيانو د تجارت په کولو سره وګټي.))
دا خپرونه په غږ کې دلته اوريدلی شئ.
سوات ويډيو: د ماشومانو لپاره د لوبو وسلې مه جوړوئ.