بيګا د شمالي وزیرستان په شوال کې یوه امريکايي ډرون بريد لږ تر لږه پنځه کسان وژلي. د پاکستان جاسوسي ادارې يو چارواکي مشال ريډيو ته نن «شورو ورځ» وويل چې د شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان ترمنځ سيمه کې شوې دې حمله کې يو کور په نښه شوې او پنځه تنه يې ځای پر ځای وژلي دي.
دغه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط دا هم وويل چې په وژل شوو کسانو کې بهرني وسله وال هم شامل دي. نه هم نوموړي او نه نورو چارواکو د وژل شوو مشکوکو وسله والو پوره پېژندګلوي کړي ده.
تر اوسه هېڅ یوې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي. په دغه سيمه کې د تحريک طالبان پاکستان مسود ډلې جګړه مار ترڅنګ د حقاني شبکې وسله وال ډېر فعاله دي.
په شوال کې تر هغې وروسته د امريکا بې پايلټه الوتکو حملې ډېرې شوې چې د پاکستان پوځ لنډه موده وړاندې اعلان وکړ چې د شمالي وزيرستان په ځينو سيمو کې زمکني عمليات کوي.
پروسږ کال پوځ په شمالي وزيرستان کې ضرب عضب عمليات پيل کړي وو او وايي چې د شمالي وزيرستان ډېرې برخې يې له وسله والو پاکې کړي دي.
بيګانی ډرون بريد په قبايلي سيمو کې دا کال د امريکايي بي پايلټه الوتکو يوولسمه حمله ده. په دې حملو کې ګڼ وسله وال او د دوی ځيني مشران وژل شوي دي.
پاکستان دغه بريدونه د خپلې خودمختارۍ خلاف بولي او وخت په وخت پرې احتجاج هم کوي خو امريکا وايي چې دا بریدونه د ترهګرو ځپلو لپاره ډېر ضروري دي.
ياده دي وي چې په شمالي وزيرستان کې د جګړو او پوځي عملياتو له وجې په لاکونو خلک بې کوره شوي دي چې اوس يې يو شمېر خپلو سيمو ته ستنېږي شوي خو ډېر نورې يې لا هم د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د بې کورۍ ژوند کوي.