د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حمدالله ارباب هنر

حمدالله ارباب وايي د خپل هنر له لارې غواړي د ټولنې مثبت اړخونه رامخې ته کړي. نوموړی په جلال اباد کې خپله انځورګري هم کوي او د ټولنيزو بديوو د اصلاح لپاره مدني فعاليت هم پر مخ بيايي. ارباب وايي هنر د اظهار يوه ښه لاره ده چې په سوله ييز ډېرو خلکو ته په لږ وخت کې پيغام رسولی شي.

حمدالله ارباب وايي هنرمند د انځور له لارې ناممکنه خبرې کولی شي: ((هنر د اظهار زريعه ده. د احساساتو د بيانولو ذريعه ده. يو ملا چې په ممبر خبره کوي او په خوږ انداز يې کوي نو په دي مانا چې هنر پکې پيدا کوي او له دې لارې خپله خبره د خلکو زړونو ته ښکته کوي. انځورګر هم همداسې کوي. انځورګري ځکه ډېر سپيڅلی کار دی چې دا د سوله ييزې لارې خپل مقصد ته رسېدل دي. نه پکې د چا مخ پوزه وينې شي او نه هم پکې ګوزار وشي خو خلکو ته پيغام ورسي. دا پيغام په انځورګر پورې اړه لري چې څه ويل غواړي او هنر د کوم مقصد لپاره استعمالوي.))

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG