د ښکلو هنرونو پوهان وايي چې رسم يا انځور جوړول د اظهار يوه ښه لاره او خلکو ته د پېغام رسولو بهترينه وسېله ده. ځينې ښځينه انځورګرې د خپل هنر له لارې هغه څه وايي چې د پښتنو په ټولنه کې ورته ويل ممکنه نه وي. ځينې نور يې بيا د خلکو ترمنځ د خبرو اترو او له دې لارې د برداشت يا زغم ډېرولو لپاره کاروي.
خلک له جګړو ستړي دي. هنر د سوله ييزې وسيلې په توګه د خلکو ترمنځ د تعميري بحثونو لپاره يو ښه چوکاټ دی. له همدې کبله يې خلک خوښويحمدالله ارباب
جمال شاه پښتون اداکار، هنرمند، انځورګر او مجسمه جوړوونکی دی چې په ګڼو ډرامو کې د کار کولو تر څنګ يې په لسګونو پينټينګز يا پر برشونو د انځورونو جوړول ترسره کړي دي. هغه د هنرکدې کالج بنياد ايښودونکی هم دی. نوموړي د سولې پر لور خپرونې ته وويل چې له فلم، سندرې او ډرامې بيا تر انځور ګرۍ پورې هر هنر د تشدد خلاف ګام دی. جمال شاه زياته کړه چې کله هنر وغوړيږي نو د تشدد پېدا کوونکو خلکو مخه ونيول شي.
جمال شاه زياتوي: ((هنر مکالمه پيلوي. تشدد په خلکو کې وېره زياتوي. هنر خلک خبرو ته هڅوي او خبرې اترې يا مکالمه د جګړو مخه نيسي. د استعماري قوتونو مقصد دا دی چې خلک له يو بله دومره ليري وساتي چې هغوی په خپل منځ کې خبرې کمې او جګړې ډېرې وکړي. هنر د استعماري قوتونو د دې چل مخه نيسي. تشدد بل ته د نقصان رسونې د جذبې اظهار دی. هنر خلک نيزدي کوي.))
ډېر انځورګران د مشهورو خلکو انځورونه جوړوي او له دې لارې نوم پيدا کوي. خو افغان انځور ګر حمدالله ارباب يو بېل نوښت کړی. هغه د لږو پېژندل شوو هغو خلکو انځورونه جوړوي چې د ټولنې لپاره يې يو څه خدمت کړی وي. د هغه په خبره غواړي په دي کار سره خلکو ته وښئ چې هر ښه کار بايد وستايل شي.
د حمدالله ارباب هنر
ارباب وايي هنرمند د انځور له لارې ناممکنه خبرې کولی شي: ((هنر د اظهار ذريعه ده. د احساساتو د بيانولو ذريعه ده. يو ملا چې په ممبر خبره کوي او په خوږ انداز يې کوي نو په دي مانا چې هنر پکې پيدا کوي او له دې لارې خپله خبره د خلکو زړونو ته ښکته کوي. انځورګر هم همداسې کوي. انځورګري ځکه ډېر سپيڅلی کار دی چې دا د سوله ييزې لارې خپل مقصد ته رسېدل دي. نه پکې د چا مخ پوزه وينې شي او نه هم پکې ګوزار وشي خو خلکو ته پيغام ورسي. دا پيغام په انځورګر پورې اړه لري چې څه ويل غواړي او هنر د کوم مقصد لپاره استعمالوي.))
ډېری انځورګران په ښارونو کې د نندارتونونو په کولو او ټولنیزو مطبوعاتو له لارې خپل انځورونه خلکو ته رسوي. دا کار د انټرنيټ په مرسته د ويب سايټونو او ويډيوز په مټ هم کوي. که له يوې خوا انځورګرۍ سړو انځورګرانو ته دا قوت ورکړی چې خپل پېغام په کم وخت کې ډېرو خلکو ته ورسوي نو بلې خوا ته د ښځينه انځور ګرانو لپاره د هغو خبرو د رسولو ښه وسېله ده چې دوی یې په ټولنه کې د کلتوري محدوديتونو له کبله نه شي کولی.
د افغانستان د کندهار ملېنا سلېمان پيټينګز يا د برشونو په مرسته د انځورونو جوړول هم کوي او د ديوالونو رسامي يا Graffiti هنر يې هم مشهور دی. هغه وايي انځور ګري په سوله ييزه توګه احتجاج او خپل حق غوښتل دي.
((کله چې ځوانان وويني چې حق يې خوړل کيږي نو يا خو ټوپک راواخلي او يا هم نشه يي موادو ته مخه کړي. زما په نظر ځوانان کولی شي چې د يادو لارو پر ځای د هنر په مرسته خپل حق وغواړي. زما انځورګري زما لپاره د مبارزې په شان ده. د ښځو د حقونو لپاره، د ځوانانو د حقونو لپاره او د ټولنې د ناخوالو خلاف پرې مبارزه کوم. دا د عدم تشدد لاره ده. هنر يوازينۍ سوله ييزه لاره ده چې خپل غم، غصه او احتجاج پري کولی شي.))
د استعماري قوتونو مقصد دا دی چې خلک له يو بله دومره ليري وساتي چې هغوی په خپل منځ کې خبرې کمې او جګړې ډېرې وکړي. هنر د استعماري قوتونو د دې چل مخه نيسي.جمال شاه
ملېنا سلېمان وايي هغه خلک چې غواړي په ټولنه کې په ځينو مسايلو سترګې پټې کړي د هغوی د رابيدارولو لپاره پر ديوال د انځورونو د جوړودلو هنر ځکه ښه دی چې دغسي خلک ترې ځان نه شي پټولی. د نوموړې په خبره دوی مجبوره دي چې پر دغو ټولنيزو بديوو خبره وکړي نو پر ديوالونو د انځورونو جوړولو هنر يې په سوله ييز ډول بحثونو او خبرو ته مجبوروي.
د ملېنا سلېمان هنر
د ملګرو ملتونو د تعليم او کلتور اداره يونيسکو پر خپل ویب سايټ د ځينو هغو مشهورو نړيوالو سندرغاړو، اداکارانو او انځورګرانو نوملړ يا ليست خپور کړی چې د دوی په وينا په نړۍ کې د خپل کار له لارې د خلکو منځ کې مکالمه زیاتوي او کوشش کوي چې د بېلابېلو انسانانو ترمنځ د همغږۍ غټ ټکي پيدا کړي.
د جلال اباد يو انځور ګر عبدالرب حبیبيار هم دغه شان مقصد لري. هغه له جلال اباده اسټريا يا اطريش ته په يو دري مياشتني پروګرام کې ورغلی دی. نوموړی وايي غواړي د خپلې فوټوګرافۍ يا تصوير اخيستو له لارې په خلکو کې د افغانستان په اړه د مثبتو خبرو او بحثونو زياتولو لپاره کار وکړي.
((زما کوشش دا دی چې د افغانستان د خلکو هغه انځورونه نړيوالو ته وښيم چې مثبت فکر راپاروي. طبيعي ده چې مثبت انځورونه په خلکو مثبت اغېز کوي. هر کس چې يو ښه تصوير يا ښه شی وګوري نو په ذهن يې ښه تاثير پريږدي. هر هندمند کوشش کوي چې کار يې د خلکو په مخ د خفګان پر ځای موسکا راولي نو زه هم همدا غواړم.))
د عبدالرب حبيبار هنر
څو مياشتې وړاندې جمال شاه د هنرکدې له لارې په سوات کې د Face Off په نامه د پينټينګز يا انځورونو يو نندارتون جوړ کړی وو چې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو هنرمندانو کار پکې نندارې ته ايښول شوی وو. هغه وايي د دې مقصد په خلکو کې د عدم برداشت په اړه د خبرو اترو د زياتولو او په خلکو کې د برداشت يا زغم ډېرولو لپاره حل راويستل وو.
جمال شاه زياتوي. ((سوات که له يوې خوا د پښتنو د کلتور يو لوی مرکزی پاتې شوی نو له بلې خوا دي وروستيوو کې له سختو جنګونو هم تېر شوی دی. نو دا ضرور وه چې هلته موږ داسې يو پروګرام وکړو چې په خلکو کې د تشد د مخنيوي په اړه فکر راوپاروي. زه به يوه خبره دا هم وکړم چې پښتانه بايد لږ خپل تاريخ ته هم نظر وکړي. په موږ کې د باچا خان غوندې سړی تېر شوی چې له اوس څخه په څو چنده بدو حالاتو کې يې د عدم تشدد له لارې برياليتوب تر لاسه کړی دی.)
پخوا به پښتنو کې انځورګري ښه نه بلل کېدله. خلکو به انځورګر ته له دي امله بد ويل چې په وينا يې کار کومه اقتصادي فايده نه لري خو اوس انځورګران او په ټوله کې هنرمندان ښې پيسې او ښه نوم پيدا کوي. حمدالله ارباب وايي چې له دغې وجې او د تعلېم د کچې لوړېدو له کبله د خلکر فکر هم بدل شوی دی. هغه وايي خلک له جګړو ستړي دي نو ځکه هنر د سوله ييزې وسېلې په توګه د خلکو ترمنځ د تعميري بحثونو لپاره يو ښه چوکاټ دی.
دا خپرونه دلته په غږ کې اوريدلی شئ.