د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ولسمشر په نیویارک کې له خپل روسي سیال سره ویني


امریکايي ولسمشر باراک اوباما به راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د غونډې په څنډ‌و کې له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره وویني.

امریکايي ولسمشر باراک اوباما به راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د غونډې په څنډ‌و کې له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره وویني.

دا به د شاوخوا یو کال په موده کې پر داسې مهال د دواړو مشرانو لومړی مستقیم ملاقات وي چې د اوکراین، شام او نورو مسلو له کبله د دواړو هېوادونو اړیکي زښت خراب شوي دي.

سپینې ماڼۍ او کرېملېن دواړو تېره شپه پر داسې مهال د دې لیدو پخلی وکړ چې روسیې شام ته د پرمختللې وسلې او سلګونه پوځیانو استولو ته ادامه ورکړې.

داسې ښکاري چې د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته دا د پخواني شوروي اتحاد له سیمو بهر د روسیو سرتېرو ځای پر ځای کولو تر ټولو لوی شمېر دی. دې عمل امریکا او په اروپا او منځني ختیځ کې د هغه هېواد ملګري اندېښمن کړي دي.

هغوی وېره لري چې د اسلامي دولت ډلې پر ضد په جنګېدو کې د مرستې په نوم مسکو د ولسمشر بشار الاسد رژیم ملاتړ هڅه کوي.

رپورټونه وايي، کرېملېن له یوې اوونۍ راهیسې هڅې کولې چې اوباما او پوتین سره وګوري، خو د امریکا حکومت پکې دلچسپي نه ښوده.

XS
SM
MD
LG