د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سعودي حکومت او د حج لپاره شوي اقدامات


یو امبولانس زخمیان لیږدوي
یو امبولانس زخمیان لیږدوي

د پاکستانۍ (ډان) ورځپاڼې په ليکنه کې د تېر زيارت پر ورځ په منا کې د ټېل ماټېل له وجې د سلګونو حاجيانو د وژل کېدو پېښې ته په کتو سره ويل شوي چې په تېرو کلونو کې هم د حج په مراسمو کې شويو ورته پېښو کې يو د پام وړ شمېر حاجيان مړه شوي دي.

د ليکنې تر مخه، سربېره پر دې چې د سعودي حکومت د حاجيانو د ګڼې ګوڼې کنټرولولو لپاره يو لړ اقدامات کړي، د حج د ټولې پروسې يوې دقيقې کتنې ته اړتيا ليدل کيږي، تر څو د ورته پېښو کېدلو چانس نور هم کم کړل شی.

ليکنه کاږي، د سعودي تر ټولو لوی مفتي د حج په خپله خطبه کې د هغه هېواد د بهرنۍ پالېسۍ ملاتړ وکړ. شيخ عبدالعزيز الشيخ په خپله وينا کې د اسلامي دولت وسله واله ډله ياده کړه او د هغې پلويانو ته يې (خطا شوي) کسان وويل.

نوموړي د يمن حوثيانو ته، چې د سعودي په مشرۍ ايتلاف پرې هوايي بمبارۍ کوي، د بې لارې خلکو خطاب وکړ.

ليکنه وايي، دا روښانه نه ده چې د سعودي مفتي ولې د حج په خپله خطبه کې پر قرقه ييزه او له قوميت سره پر تړليو موضوعاتو خبرې وکړې.

د ليکنې تر مخه، د سعودي مشر مفتي پر دې خبره و نه کړه چې په شام او عراق کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې د زياتېدونکي نفوذ پر ضد د اسلامي نړۍ مشران ولې يو کيږي نه او ګډ اقدام نه کوي.

ځينې اسلامي دولتونه، پر ځای د دې چې په يمن او شام کې روانو جګړو ته د خبرو اترو له لارې يوه حل راوباسي، غواړي دغه جګړې لا پسې ګرمې شي.

دغه راز دا هم حېرانوونکې خبره ده چې د سعودي تر ټولو لوی مفتي د حج په خطبه کې اروپايي هېوادونو ته د مسلمانانو د پناه وړلو موضوع هېڅ ياده نه کړه.

د خليج پر بډايه بادشاهتونو د دې لپاره نيوکې کيږي چې په سيمه کې د جوړو شويو شخړو د هواري لپاره يې د پام وړ اقدام نه دی کړی.

ليکنه وايي، د حج خطبه د نړۍ مسلمانانو ته د ورپېښو ستونزو د په ګوته کولو او په اسلامي نړۍ کې پر هغو د يوه بحث د پيل لپاره د يوې مهمې وسيلې په توګه کارول کېدای شي.

ليکنه زياتوي، تر هغې چې د اسلامي نړۍ مشران، په مسلمانو هېوادونو کې د ترهګرۍ، سخت دريځۍ، ناروغيو، غربت او بې سوادۍ د له مينځه وړلو لپاره کوټلي پروګرامونه جوړ او عملي نه کړي، ګرانه بريښي چې د نړۍ د څه د پاسه يو ارب خلکو راتلونکی ښه شي.

XS
SM
MD
LG