په تاندې هیلې خپرونه کې د کوز دیر سره تعلق لرونکې ثمر خان سره خبرې کوو، چې په ساییکل یې خنجراب درې ته سفر کړی دی. هغه له خپلې ملګرې سره له اسلام اباده و خنجراب درې ته په لسو ورځو کې تلې او بیرته راغلې ده.
اغلې ثمر وایي، دا به د پښتنو هغو ټولو سیمو ته سفر کوي چې قدرتي ښکلا لري، او د دغو سیمو مالومات او عکسونه به له نړۍ سره شریکوي.
ثمر خان پېراګلاییډنګ هم کوي، او په انګرېزۍ کې یې د تقریر ګڼې مقابلې هم ګټلې دي.