د قبايلي سيمو د يو رضا کار تنظيم په نوښت د لومړي ځل لپاره د فاټا ځوانانو اسمبلۍ جوړه شوې ده. دا اسمبلۍ د منتخب اسمبليانو په شان رسمي حيثيت نلري خو مقصد يې په ځوانانو کې سياسي او جمهوري شعور پیدا کول دي.
د دې اسمبلۍ شاوخوا ۶۰ ځوانانو د جمعې په ورځ په پېښور کې د يوې دستورې پر مهال د غړيتوب سوګند پورته کړ.
د فاټا يوته اېمپاورمنټ اېنډ ډېوېلپمنټ اېسوسي اېشن مشره مهرين اپريدۍ وايي، د دې اسمبلۍ د غړيتوب لپاره شاوخوا ۲۰۰۰ ځوانانو نومونه ثبت کړي وو.
له نوموړې سره عبدالحي کاکړ مرکه کړې او په پېل کې د اسمبلۍ د جوړولو مقصد پوښتلی؟