د پاکستان سرکاري ټي وي په وینا، یادې ادارې ویلي چې ځینې مسلې ورته په مراث کې پاتې شوې دي د کوم لپاره چې ګامونه اخلي.
بیان وايي چې یاده اداره د وزیراعظم نواز شریف د وړاندیزونو په رڼا کې د احتساب عمل ښه کولو هڅه کوي.
د بیان په وینا، د وفاقي حکومت د نه لاس وهنې له کبله دا اداره یوه ازاده او خود مختاره اداره ده.
یاده دې وي چې د سېشنبې په ورځ وزیراعظم نواز شریف پر قومي احتساب اداره نیوکې کړې وې او ویلي یې وو چې یاده اداره باید په کورونو او دفترونو کې خلک ونه ځوروي.