د کرښې پر غاړه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
له څو میاشتو راهیسې د افغانستان سولې بهیر بیا پیلولو لپاره غونډې روانې دي. په دې لړ کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازو د طالبانو خبرو ته د حاضرولو پر موضوع مذاکرې کړې دي.
څه موده مخکې د کاناډا یوې ادارې پګواش هم په قطر کې د طالبانو، افغان حکومت پخوانیو چارواکو او ځېنو پوهانو یوه غونډه برابره کړې وه چې پکې د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وشوې.
موږ نن په کرښې پر غاړه خپرونه کې هڅه کوو چې د شخړو هواري پر موضوع یو داسې بحث وکړو چې ځان پر دې پوه کړو چې دا ډول بهیرونه یا عملونه څنګه کېږي او ایا د هیله مندۍ وړ دي او که نه؟
په خپرونه کې راسره په کابل کې د شخړو او سولې مطالعاتو مرکز څېړونکی حکمت الله اعظمي او د پېښور پوهنتون د سیاسیاتو څانګې استاد ډاکتر عبدالروف مېلمانه دي.
له دې سره سره مو په کابل کې د سیاسي چارو له پوه قاضي حسن حقیار سره هم خبرې کړې دي چې څه موده وړاندې د پګواش په غونډه کې ګډون لپاره قطر ته تللی وو.
خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.