د لاسرسي ځای

تازه خبر

جبار قهرمان د پرامنه هلمند هیله وښودله


عبدالجبار قهرمان
عبدالجبار قهرمان

د هلمند یو لوړپوړی پوځي قومندان وایي، حکومت یې کلکه اراده لري چې په دغه ولایت کې د نا امنیو مخه ونیسي.

عبدالجبار قهرمان چې په هلمند کې د پوځي عملیاتو مشري کوي، د مشال راډديو ته په خبرو کې وویل چې د طالبانو یوزیات شمېر مشران نور له جګړو ستړي دي او سولې ته لیواله دي خو لږ شمېر یې د پردیو په پارونه جګړې ته دوام ورکوي.

په هلمند کې د پوځي عملیاتو قومندان د هلمند ټولو ناامنو سیمو کې پرامنه کولو لپاره خوشبیني په داسې حال کې ښيي چې تېره اونۍ د دې ولایت یوه بله ولسوالۍ، خانشین هم له حکومتي ولکې وتلې ده. د هلمند د مدني ټولنې فعالان او په ولایتي شورا او ملي شورا کې د خلکو استازیو اندیښنه ښکاره کړه چې که حکومت دې ولایت ته زیاته پاملرنه ونکړي ښایي نورې ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته پرېوزي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG