د روښانه مستقبل ددې اونۍ په خپرونه کې د هغو پښتنو ځوانانو خبرې اورئ چې په تعلیمي میدان کې یې د سرو زرو تمغې ګټلې دي.
په دوی کې یو یې ډاکټر نقیب الله شېرذاد نومیږي چې د افغانستان د ننګرهار اوسیدونکی دی. او دویم یې ډاکټر دانش حسن، د کرمې ایجنسۍ پاړه چینار سره تعلق لري.
دا دواړه ځوانان په دې نظر دي چې د محنت د لارې یو تن نه یوازې ځان اعلی تعلیمي ادارو ته رسولی شي، بلکه ځان تر نورو زیات ځلولی هم شي.
خپرونه دلته په فلېش پلیر کې واورئ