د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې کډوال خپلو سیمو ته استول کېږي


د کډوالو ستنېدنه به د راجسټریشن کارتونو پر بنسټ کېږي. خو هغوی وايي، په ستنېدو کې ورته یو لړ خنډونه پراته دي.

په کورمه کې د بېځایه شویو کډوالو خپلو سیمو د ستنېدو لړۍ د اپریل له شلمې نېټې پیلېږي. د قدرتي افتونو سمبالولو ادارې له مخې دغه سلسله به د مې میاشتې تر اوومې نېټې دوام ولري چې د مسوزو، علې شېرزو، زهمشت، او پاړه څمکنۍ شاوخوا یو سل پنځوست کلیو ته به تر ۱۲ زرو زیاتې کورنۍستنول کېږي.

د ادارې یو مشر مجاهد علي مشال راډیو ته وویل، د متاثرینو ستنولو لپاره یې ټولې تیاریانې بشپړې کړې دي.

په سیمه کې د زهمشت ۲۲ او د پاړه څمکنۍ نهه کلي داسې دي چې د چارواکي په خبره، هلته د بېځایه شویو کډوالو ستنېدنه ځنډول شوې ده ځکه چې پوځي عملیات په کې روان ول.

مجاهد علي وایي، د کډوالو ستنېدنه به د راجسټریشن کارتونو پر بنسټ کېږي. خو کډوال وايي، په ستنېدو کې ورته یو لړ خنډونه پراته دي.

په دراني کمېپ کې مېشت د کډۍ سیمې محمد میر مشال راډیو ته وویل، دا د خوشالۍ خبره ده چې ستنول کېږي خو بیا دې ته اندېښمن دی چې کارت یې بلاک دی، نو کېدای شی د ستنېدو اجازه به ورنکړل شي.

د دار سیمې یو بل کډوال غازي رحمان وايي، د خپلو بلاک شویو کارتونو د بیا فعالولو لپاره یې ډېرې هلې ځلې کړې خو چا ورته دغه کارتونه فعاله کړي نه دي او د کارتونو علاوه له دوی سره نه مرستې کېږي او نه هم ورته د ستنېدو اجازه ورکول کېږي.

په دې اړه مجاهد علي وایي، دوی کوښښ کوي چې د چا هم کارتونه بلاک دی، د هغوی ستنیدنه ممکنه کړي او مرسته هم ورسره وکړي.

له اورکزو سره پر پوله په منځنۍ کورمه کې د وسله وال طالبانو پر ضد پوځې عملیات له ۲۰۰۹ م کال راهیسې روان دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG