د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران: د پېرس او برکسلز غوندې ممکنه بریدونو مخه نیول شوې


د ایران پر حکومتي ټلویزیون په خپاره شوي مستند فلم کې ادعا شوې چې په ایران کې د بروکسل او پېرس غوندې ممکنه بریدونه شنډ شوي دي.

د دوشنبې په ورځ خپاره شوي دې فلم کې ویل شوي چې تېره میاشت نیول شویو وسله والو له اسلامي دولت وسله والې ډلې سره اړیکې درلودې.

دې دوو مشکوکو کسانو ویلي چې دوی له عراق او شامه ګمارل شوي وو چې په تهران او نورو ایرانیو ښارونو کې بېلا بېل بریدونه وکړي.

دې وسله والو ویلي چې که چېري دوی دا بریدونه کړي وای نو یو میلیون ډالر به ورکول کېدل.

ایرانیو چارواکو دوې اونۍ وړانې ویلي وو چې دوی د ترهګرۍ د لویې کچې برید شنډ کړی ، لس وسله وال او شاوخوا سل کلوګرامه چاوونکي توکي یې نیولي دي کوم چې به د ګڼې ګڼې په ځایونو کې د بریدونو لپاره کارول کېده.

XS
SM
MD
LG