د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیې د فتح الله ګولېن نیولو امر وکړ


 امریکا میشتی خطیب فتح الله ګولېن
امریکا میشتی خطیب فتح الله ګولېن

د استنبول یوه عدالت د امریکا مېشتي خطیب فتح الله ګولېن نیولو رسمي امر خپور کړی دی.

دې عدالت تېره ورځ ګولېن د ولسمشر رجب طیب اردغان د حکومت پر خلاف د ((تېرې میاشتې ۱۵مې کودتا امر ورکولو)) په تور په رسمي ډول تورن کړ.

ګولېن، چې ځان یې د امریکا په پېنسلوانیا کې جلاوطنه کړی، د کودتا په هڅه کې له لاسلرلو په سختۍ سره انکار کوي.

د ګولېن په مشرۍ غورځنګ په بیا بیا ویلي، د خیر ښېګڼې شبکه ده چې د برداشت لرونکي یا منځلاري اسلام پرمختیا لپاره کار کوي. انقرې په بیا بیا پر امریکا غږ کړی چې ګولېن دې ورته وسپاري، خو تر اوسه یې په دې لړ کې رسمي غوښتنه نه ده کړې. البته ترکیې تر کودتا وروسته واشنګټن ته دوه ځلې دوسیې لېږدولي دي او ویلي یې دي چې دا د کودتا په پلان کې د ګولېن ککړتیا ثبوتونه دي. د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي، واشنګټن به د هغه ترکیې ته د سپارلو په اړه فکر وکړي خو ویلي یې دي چې د ګولېن انقرې ته تر سپارلو مخکې باید کره ثبوتونه موجود وي.

XS
SM
MD
LG