بر کاشکوټ د ننګرهار له مرکز جلال اباد نه په ۴۰ کیلومېټرۍ کې موقعیت لري. دا کلی ۱۲۰۰ کورونه لري.
د یاد کلي خلک وايي حکومت د بیا رغونې لپاره چټک ګامونه نه اخلي. دوی وايي سیلابونو یې زمکه را لاندې کړې خو حکومت یې غم نه دی خوړلی.
دوی همدا رنګه څلور کاله وړاندې د یو پول د جوړولو یادونه هم کوي چې وايي اوس دغه پول د تخریب سره مخ دی او که غم یې ونه خوړل شي نو ښايي په بشپړ ډول به راوغورځيږي. د مشال راډیو خبریال باز محمد عابد مو له ځانه سره بر کاشکوټ ته بیايي.