د لاسرسي ځای

تازه خبر

”د خپلې چای پېسې مو د ادارې لپاره سپمولی“


نن راسره په پروګرام کې له کراچۍ نه سیده زهره شاه مېلمنه ده. سیده زهره شاه په کراچۍ کې د ګرل نومي تنظیم مشره ده. ګرل په دغه سیمه کې د پښتنو جینکو او هلکانو لپاره جوړه یوه اداره ده چې هغوی ته د ورپېښو مسلو تر څنګ د هغوی تعلیم، تربیت، حقونو او پوهاوي په لړ کې کار کوي.

سیده زهره شاه په ۲۰۱۳م کال کې د اسیايي هېوادونو جینکو استازی جایزې له نماندو څخه یوه وه. هغې په ۲۰۱۳م کال کې د کراچۍ پښتون مېشتو سیمو ځوانانو لپاره یو تفریحي کېمپ هم جوړ کړې و چې مقصد یې غېر نصابي سرګرمیانو ته د ځوانانو جزبول وو. هغه په ۲۰۱۵م کال کې جاپان کې د ځوانانو لپاره جوړ یو تقریب کې د پښتنو جینکو استازی وه.

په پروګرام کې د زهره د هلو ځلو په اړه غږیږو. د پروګرام کوربنه ملیحه امیرزاده ده.

په سروې کې له سیده زهره شاه سره خبرې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:05 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


XS
SM
MD
LG