د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا په مشترکه مفادات کونسل کې غړیتوب غواړي


د پاکستان وفاقي حکومت د مشترکه مفادات کونسل (د ګډو ګټو شورا) راتلونکې غونډه کې په دغه هېواد کې د سرشمېرنې او د قبایلي سیمو په چارو د غور فیصله کړې چې پکې به په د قامي مالیې کمېشن ونډې (این ایف سي ایوارډ) کې د فاټا برخې په اړه بحث کېږي.

د فاټا پارلېمان غړي که څه هم غوښتنه کوي چې په مشترکه مفادات کونسل کې دې ورته غړیتوب ورکړي خو بل خو په دې خوشبینه دي چې په این ایف سي ایوارډ کې به ورته په لومړې ځل برخه ورکړل کېږي.

په اسلام اباد کې د وزیر اعظم له دفتره جاري شوي یو بیان کې ویل شوي چې وزیر اعظم نوازشریف د روانې میاشتې په ۱۵ مه نېټه د مشترکه مفادات کونسل غونډه رابللې ده چې پکې به د سرشمېرنې او د فاټا په اړه د چارو په ګډون پر ۷ نکاتو غور کېږي.

په دا روستیو کې د قبایلي سیمو د پارلېمان غړیو له حکومته غوښتي ول چې په مشترکه مفادات کونسل کې دې ورله په مستقله توګه غړیتوب ورکړي او که نه وي نو په عارضي توګه غړیتوب خو دې ورله خامخا ورکړل شي.

له مشال راډیو سره خبرو کې د کرمې نه د قامي اسبملۍ غړي ساجد حسېن توري وویل چې دوی اوس هم له حکومته غوښتنه کوي چې ترڅو فاټا اصلاحات نه وي شوي تر هغو دې ورته په دې کونسل کې غړیتوب ورکړي:

''دا خو موږ له ډېر پخوا غواړو چې څومره هم فیصلې کېږي نو د قبایلو استازي دې پکې ګډوي او تاسو ته مالومه ده چې موږ تش په نامه په قامي اسبملۍ کې ناست یو نو پر دې اساس موږ له حکومته غوښتنه کوو چې فاټا ته دې استازیتوب ورکړي خو موږ بیا بیا له نظره اېستل کېږو نو زموږ اوس دا کوشش دی چې ژر تر ژر په فاټا کې اصلاحات وشي نو دا مسله به هواره شي.''

په قامي اسمبلۍ کې د فاټا پارلېماني مشر حاجي شاه جي ګل مشال راډیو ته وویل چې دوی په دې خوشبینه دي که چرې حکومت ورته په این ایف سي ایوارډ کې برخه ورکړه نو له کبله به يې فاټا ته ۱۰۰ اربه روپۍ ترلاسه شي:

"دوی هیله لري چې په این ایف سي ایوارډ کې به درې فيصده برخه قبایلو ته ورکړل شي او کله چې دا سمري لېږل کېده نو دوی يې له دې خبر کړي ول.''

یاده دې وي این ایف سي ایوارډ هغه برخې یا د ګټې پیسو ته ویل کېږي چې پکې د سرشمېرنې په اساس د وفاق او صوبو ترمینځ وېشل کېږي او په دې کې په سلو کې ۴۳ فيصده د وفاقي حکومت او ۵۷ فيصده د نورو صوبو برخه ده چې پکې پنجاب ته ۵۱ اعشاریه څلور اویا فيصده سیند ته ۲۴اعشاریه ۵۵ فيصده خیبر پښتونخوا ته څوارلس اعشاریه دوه شپېته او بلوچستان ته ۹ اعشاریه صفر نهه فيصده برخه ورکړل کېږي.

XS
SM
MD
LG