د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بالیووډ فلمونو شهنشاه دلیپ کمار ۹۴ کلن شو


د بالیووډ فلمونو شهنشاه دلیپ کمار نه یوازې په هند او پاکستان بلکې په ټوله نړۍ کې ګڼ مینه وال لري. له پيښوره و هند ته تللی دلیپ کمار چې خپل نوم یې یوسف خان دی، په ۱۹۴۴ کال کې په فلم جوار باټا کې د خپل هنري سفر پیل وکړ، خو د یو هیرو په توګه يي په انداز فلم کې تر اندازې زیات شهرت وموند.

دلیپ کمار د پيښور له قصه خوانۍ سره نېږدې د خدادا محلې اوسیدونکی وو او د کورنۍ ځینې غړي یې اوس هم هلته ژوند کوي.

په یوه مرکه کې دلیپ کمار ویلي ول، په پېښور کې یې ډیر زاړه یادونه دي، او دغه ښار یي کله هم له زړه نه دی وتلی.

د ''پشاور کې فنکار'' نومي کتاب لیکوال ابرهیم ضیا لیکي دلیپ کمار د پېښور له اعوان کورنۍ سره تعلق لرلو. نوموړي مشال راډیو ته وویل کله چې دلیپ کمار پيښور ته راغلی وو نو ډېر خوشاله وو.

''زموږ د پيښور دی، زموږ د وطن دی، کله چې دلیپ کمار په ۱۹۸۸ کال کې پېښور ته راغلی وو، نو له ما سره یې د هغه وخت یوڅه تصویرونه ول بیا چې کله په ۲۰۱۴ کال کې موږ د هغه تپوس له ممبۍ ته تلي ول، نو ما د هغو تصویرونو البم سایره بانو ته ورکړ، او هغوی ډېر خوشاله شول."

دلیپ کمار د ۱۹۵۰ ۱۹۶۰، ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ په لسیزو کې ګڼ کامیابه فلمونه هندي سینما ته ورکړي دي، چې په ټوله نړۍ کې یې مینه وال اوس هم یادوي، د بلوچستان د ژوب یو شاعر برملا خان وایي په هغه وخت کې د سینما د یو فلم ټکټ پنځنیمې انې وو، دوی به له خپلو نورو ملګرو سره د دلیپ کمار هر فلم کتو له تلل.

''زما یاد شي آن فلم او نظرانه، موږ به یو فلم یو-وار نه بلکې دوه دوه واره هم کتلو، په هغه وخت کې پیسې هم نه وې خو له مور پلاره به مو اخیستې چې د دلیپ کمار فلم پرې وګورو.''

دلیپ کمار زیاتره فلمونه د وجنتي مالا، نرګس، وحیده رحمان او مدهو بالا سره کړي دي. د هغه په اړه دا هم ویل کېږي چې له مدهوبالا سره یې واده کول غوښتل خو کورنۍ اجازت ور-نه-کړ.

هغه په ۱۹۶۶ کې له سایره بانو سره واده وکړ، چې په ګوپي او بیراګ فلمونو کې یې له دلیپ کمار سره کار هم کړی دی.

د دلیپ کمار په زیاتره مشهورو فلمونو کې انداز، مشال، مغل اعظم، دل دیا درد لیا، آن، ادمي، داستان، لیډر، دیوداس، رام اور شیام او سواداګر شامل دي. د هغه دوه فلمونه مغل اعظم او نیا دور په رنګینه بڼه په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸ کالونو کې یو ځل بیا خپاره شول.

د پېښور پرېس کلب هر کال په ۱۱ دسمبر د هغه کلیزه لمانځي. د پيښور یو ځایي خبریال محمد افتاب په دې اړه وایي:

''دلیپ کمار ته د دې پته شته، تېر کال که څه هم د هغه صحت ښه نه و، خو په یوه ټویټ کې یې د خپلې کلیزې د لمانځلو مننه کړې وه. د هغه مېرمن هم د ټیلېفون له لارې د پېښور د پرېس کلب غړیو مننه کړې ده."

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:58 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د خیبر پښتونخوا تېر صوبایي حکومت د هغه کور خوندي ساتلو لپاره کار پیل کړی وو. د دلیپ کمار مینه وال وایي باید په پيښور کې د هغه کور قامي ورثه وګرځول شي، او خوندي کړل شی.

XS
SM
MD
LG