په تاندې هیلې پروګرام کې د سوات د ښځو د کشیده کارۍ په اړه مالومات درکوو، په سوات کې د دغه کار سره تړلې ښځې وایي دوی د خپل روزګار په اړه حکومتي مرستو ته ضرورت لري، او باید چې په سیمه کې د دوی لاسې کار پر مخ لاړ شي.
د سوات ضلعې کونسلره نسیم اختر وایي دوی د درخانۍ په نوم یوه میله هم په دې غرض جوړه کړې وه، چې د سیمې د کشیده کارۍ صنعت وده ومومي.
د دغه پروګرام کوربنه فرخنده اسد ده.