بنو: د پاکستان وزيراعظم نواز شریف وايي ، په شمالي وزيرستان کې جوړېدونکی د کرم تنګي ډېم به د کرنې په برخه کې د اسانتیاوو تر څنګ ارزانه برېښنا هم پیدا کوي.
دا خبرې وزیراعظم نواز شریف د جمعې په ورځ ناوخته په شمالي وزیرستان کې هغې غونډې ته په وینا کې کړې دي چې د یاد ډېم د جوړېدو د کارتر پرانستې وروسته جوړه شوې وه.
نوازشريف د جمعې په ورځ په تحصيل شوه کې غونډې ته وويل چې د ډېم د جوړېدو د لومړۍ مرحلې پيسې به امريکا او د دويمې هغې به پاکستان لګوي.
د نوموړي په وینا ، پر دې پروژه به ټول ۲۳ اربه روپۍ لګښت راځي چې د لومړي پړاو لپاره امریکا ۸۱ میلیونه ډالر ورکوي.
نواز شریف وویل ، د قبایلي سیمو پرمختګ د دوی په لومړیتوب کې شامل دی او د هم دې لپاره یې په یادو سیمو کې د اصلاحاتو پیل کړی دی.
بل پلو د شمالي وزیرستان یو شمېر قبایلي مشران وايي ، د کرم تنګي ډیم چې د کومو خلکو پر مځکه جوړېږي ، حکومت له هغوی سره هیڅ سلا مشوره نده کړې.
چيف اف وزيرستان ملک نصرالله بېګاه مشال راډیو ته وويل، د سيمې په تېره بيا د کبل خيل قبيلې مشرانو له پرانستي غونډې باييکات کړی وو.
ملک نصرالله وویل ، د دې ډیم له جوړېدو سره به لږ تر لږه دوه لکه خلک بې کوره شي او په دې ټول خلک ناخوښه دي.
نوموړي زیاته کړه چې د وزیراعظم په پرونۍ غونډه کې د ولس استازو ګډون نه دی کړی بلکې د هغه په وینا ، ټول یې حکومتي خلک ورته کښېنولي وو.
کرم تنګي ډېم به د شمالي وزیرستان په شوه تحصیل کې جوړېږي چې د درې اتيا اعشاريه څلور مېګا واټه بجلۍ پېدا کولو ترڅنګ په سلګونه اېګړه مځکي هم خړوبوي.