د ((نيمې نړۍ غږ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
په دې خپرونه کې تاسو ته په فاټا او خېبر پښتونخوا کې د مېرمنو لخوا د جوړو شوو تنظيمونو حال درکوو، او ورسره د ښځو پر ژوند او ټولنې د دې اغېز ته هم کتنه شوې ده.
د دې لړۍ لومړی پروګرام ((د قبايلي سيمو د ښځو د خېر ښېګړې ټولنې)) يا ((ټرايبل ويمن ويلفېر ايسوسي اېشن)) ته ځانګړی شوی دی.
د دې ټولنې بنسټ ډاکترې بېګم جان ایښی چې خپله د وزیرستان ده او له اوږدې مودې راهیسې د ښځو د فلاح او بهبود چارې پر مخ وړي.
په خپرونه کې نوموړې د دې ټولنې د جوړولو او د دې د ودې حال بیانوي چې تاسې یې لاندې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.