د ((سندرې جادوګرې)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
په نننۍ خپرونه کې مو د پښتنو لوی شاعر خان عبدالغني خان د ۲۱م تلین په مناسبت د هغه پر ژوند او هنر بحث کړی دی.
په خپرونه کې مو د غني خان د ژوند لنډ حال هم درته راوړی دی. غني خان د خدايي خدمتګارو غورځنګ د بنسټګر خان عبدالغفار خان (باچا خان) زوی وو او د شاعرۍ تر څنګ یو ښه مجسمه ساز هم وو او په پښتون ملتپاله سیاست کې یې هم فعاله رول لوبولای وو.
په خپرونه کې د غني خان شعرونه په موسیقۍ کې هم اورېدای شئ.