د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټس:افغانستان کې امنیت په خرابېدو دی


د امریکا د ملي استخباراتو مشر وايي، په راتلونکي یو نیم کال کې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ((ښايي خراب)) شي.

ډین کوټس دا خبره تېر مازیګر د سېنېټ د استخباراتي چارو کمېټۍ ته پر داسې وخت کړې چې امریکايي پوځ په افغانستان کې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو پر ضد د جګړې لپاره د ۳،۰۰۰ اضافي سرتېرو د استولو پلان جوړ کړی دی.

د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې د طالبانو ضد جنګېږي. په رسمي ډول، د ۲۰۱۴ز کال په پای کې هلته د امریکا جنګي عملیات پای ته ورسېدل خو هلته د ناټو ۱۳،۰۰۰ سرتېري پاتې شول چې پکې ۸،۴۰۰ امریکایان دي.

طالبانو په وروستیو کلونو کې فعالیتونه زیات کړي او د هېواد یو شمېر برخې یې نیولې دي.

کوټس امریکايي سېنېټرانو ته وویل، ((د امریکا او د ملګرو له لوري یې په پوځي مرستو کې د کافي زیاتوالي باوجود، په ۲۰۱۸ز کال کې په افغانستان کې سیاسي او امنیتي وضعیت ښايي خراب شي.)) افغان حکومت ټینګار کوي چې حالات یې تر بشپړ کنټرول لاندې دي.

XS
SM
MD
LG