د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چین کې د ورېښمو لار سرمشریزه روانه ده


په چین کې د ورېښمو لار سرمشریزه
په چین کې د ورېښمو لار سرمشریزه

پراګ - په چين کې د « یوه سیمه ـ یو ه لاره » په نوم سرمشریزه دوام لري چې پکې د منځني اسیا، اروپايي او افریقايي هیوادونو ۲۹ مشران ګډون کوي.

د چين ولسمشر شي جېن پېنګ سرمشريزي ته په وينا کې پر اسیايي او اروپايي هیوادونو غږ وکړ چې د ترهګرۍ ضد او نورو مسایلو کې دې سره یو بل ته د مرستې لاسونه ورکړي.

ایسوسي ایټډ پريس اژانس ليکي چې د چين ولسمشر شي جېن پېنګ په بيجنګ کې یادې سرمشريزي ته په وينا کې د هغه هيواد د اربو ډالرو پروژو پر ارزښت رڼا واچوله. د دې پروژې له مخې به ۶۵ هيوادونه له يو بل سره د اورګاډو، بېړیو او موټرو له لارې د یو بل سره وتړل شي.

بل پلو، د اسیايي هيوادونو پرمختايي بينک وايي په دي پروژو به په روانه ليسزه کې شاوخوا ۷۰۰ اربه ډالرو سرمايه کاري وشي. خو ای پي خبري اژانس لیکي چې روسیه، هند او امريکايي حکومتونه د چين د نوښت په اړه زړه نازړه دي. چين په نړۍ کې د دويم لوی اقتصادي قدرت په توګه خپل سياسي اثر زياتوال غواړي.

هلته روېټرز خبري اژانس ليکلي چې هند دغې سرمشريزي ته خپل استازي نه دي ليږلي. روېټرز خبري اژانس لیکي، هندي چارواکو خبرداری ورکړی چې « يوه سيمه ـ يوه لاره » پروژه به پر غړو هیوادونو یې د پورونو پیټي واچوي.

د چين ولسمشر بیا ویلي چې د دوی حکومت نه غواړي پر نورو خپله خوښه وتپي. نوموړي ويلي چې بايد د شريکو ګټو لپاره جامع همکاري او دوامداره امنيت لپاره کار وکړل شي چې ټول تري ګټه واخلي.

ښاغلي ژي ويلي دي چې د ترهګرۍ په جرړو ( ریښو ) کې غربت او ټولنیزه نا انصافي هم شامل دي او پکار ده چې د دې د ختمولو لپاره کار وشي.

په چين کې دغه سرمشريزه په داسي حال کې کيږي، چې په سيمه کې شمالي کوريا د یو امنیتي ګواښ په څېر څرګند شوی او د اتوار په ورځ یې هم د یو بل بیلیسټیک توغندي ازموینه کړېده.

د دي ترڅنګ په ارام سمندرګي کې په سيمه کې امريکايي، اروپايي او جاپان بحري ځواکونه مشقونه کوي.

اي پي خبري اژانس ليکي يوه سيمه او یوه لاره پروژه د چين د ولسمشر د خارجه چارو د پالېسۍ يو مهم جز دی. دا به په دوه ورځني سرمشريزه کې چين ته يوه موقع په لاس ورکړي چې په نړۍ کې د يو قدرت په توګه داسي انځور وړاندي کړي چې په ازاد تجارت يقين لري. خو د امريکا ولسمشر ډونلد ټرمپ په دې اړه جلا نظر لري او په درامداتو بنديزونه لګول غواړي.

اي پي خبري اژانس د چين ولسمشر په حواله ليکلې چې هیواد به یې د Silk Road Fund « د ورېښمو د لار پانګې » په نوم اضافي ۱۴ اربه ډالر ورکوي چې د بنسټیز جوړښت لپاره به کارول کېږي؟

XS
SM
MD
LG