د لاسرسي ځای

تازه خبر

چېمپین ټرافي


په برتانیا کې د کرکټ د لویو اتو لوبډلو ترمنځ چېمپینز ټرافي په نوم سیالۍ پیل شوی دی. دا سیالۍ به د جون تر ۱۸مې روانې وي چې پکې ټولې ۱۵ یو ورځنۍ لوبې کېږي.

د چېمپیینز ټرافي په نوم دا سیالۍ د کرکت د نړیوال جام تر سیالیو وروسته دویم ځای لري او ډېرې مهمې ګڼل کېږي. دا سیالۍ تېر ځل په ۲۰۱۳ز کال کې شوی وې.

د ای سي سي چېمپين ټرافي لومړۍ ټورنامنټ په ۱۹۹۸م کال کې پیل شوی وې او په هغه وخت کې دې ته يې ای سي سي ناک اوټ ټورنامنټ نوم ورکړی وو.

دا لوبه هر دوه کاله وروسته کېدای. د چېمپين ټرافي لومړۍ ټورنامنټ په بنګله ديش کې شوی وو او جنوبي افريقا په پای لوبه کې ويسټ انډيز ته په څلورو وکټو ماتې ورکړې وه.

د ای سي سي ناک اوټ دويم ټورنامنټ د کينيا په نيروبې کې په ۲۰۰۰ کال کې شوی وې.

د ټورنامنټ په پای لوبه کې نيوزي لينډ لوبډلې هند ته په څلورو وکټو ماتې ورکړې وه. په هغه وخت کې نيوزي لينډ لوبډلې په لومړۍ وار د ای سي سي سيالۍ وګټلې.

په ۲۰۰۲م کال کې د چېمپن ټرافي نوم بدل کړل شو، او دې ته په رسمي توګه ای سي سي چېمپین ټرافي نوم ورکر.

د هغه کال سيالو کې لسو لوبډلو برخه اخستې وه او په سري لنکا کې د ټورنامنټ لوبې شوی وې.

د پای لوبه باران له وجې متاثره شوې وه ځکه هند او سري لنکا دواړه په ګډه چېمپينز ګرځول شوی ول.

د ۲۰۰۴م کال چېمپین ټرافې سيالۍ په انګلينډ کې شوی وې. په هغو سيالو کې د امريکا لوبډلې په لومړۍ وار برخه اخستې وه.

پاکستان ته په سيمې فاینل کې ويسټ انډيز ماتې ورکړې وه. فانل لوبه د انګلينډ او ويسټ انډيز ترمنځ شوې وه چې د براين لاره په قيادت کې ويسټ انډيز د هغه کال سيالۍ په خپله نامه کړي.

د ۲۰۰۶م کال سيالۍ په هند کې شوی وې. د ټورنامنټ فاینل لوبه کې اسټريليا لوبډلې ويسټ انډيز ته په اتو وکټو ماتې ورکړه او په لومړۍ وار يې چېمپين ټرافي وګټله.

د ۲۰۰۸م کال چېمپين ټرافي مقابلې په پاکستان کې کيدونکې وي، خو د امنيتي وجوهاتو له وجې وځنډول شوي او بيا په ۲۰۰۹م کال د ټورنامنټ مقابلې جنوبي افريقا ته منتقل شوي.

د ټورنامنټ په فاینل لوبه کې اسټريليا لوبډلې انګلينډ ته په نهو وکټو ماتې ورکړه.

د ۲۰۱۳م کال چيمپينز ټرافي په اړه ((ای سي سي)) ويلي وو چې دا به اخري ټورنامنټ وي، خو په ۲۰۱۴م کال کې يې دا پريکړه واپس واخسته. خو د چېمپين ټرافي د دوو کالو پر ځای څلورو کالو وقفې وروسته د جوړولو فيصله وکړه.

د ۲۰۱۳م کال چېمپن ټرافي مقابلې په انګلينډ کې شوی وې. په فاینل لوبه کې هند لوبډلې انګلينډ ته په پنځو رنزونه ماتې ورکړې وه.

د ۲۰۱۷م کال چېمپينز ټرافي کې اته لوبډلې برخه اخلې. د چېمپين ټرافې لوبې د بريتانيا په لندن برمنګيم او کارډيف کې کېږي.

XS
SM
MD
LG