د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قاسم علي خان جومات د میاشتې له کتلو منع شو


د پېښور قاسم علي جماعت د غير سرکاري کميټې غړې مولانا عابد کمال مشال راډېو ته د صوبايي يا مرکزي حکومت د نوم اخيستو نه ډډه وکړه خو وې وويل چې حکومت ورته خپل کسان راليږلې وو او د اختر مياشت د ليد لپاره د غونډې نه يې منعه کړې ده.

نوموړي زياته کړه چې د دوی د کميټې مشر مفتي شهاب اليدن پوپلزیې عمرې له تللی او اختر به هم په سعودي عرب کې کوي.

“دا يوازې قاسم علي جماعت خو نه دې په نورو ضلعو کې هم خلک مياشت ګوري، يو د قاسم علي خان اعلان خو به دوی بند کړی د نورې صوبې هغه به څنګه بندوي، موږ خلکو ته وويلي دي چې که چا مياشت وليده نو اول دې قاسم علي خان جماعت راشي که دلته هرکاوټ وو نو بيا دې د خپل جماعت امام ته شهادت ورکړی "

د قاسم علي خان جماعت غير سرکاري کميټې د مې له ۲۷مې د روژې د مياشت پيلېدو اعلان وکړل او د خيبر پښتونخوا نږدې لسو ضلعو او قبايلي په سيمو کې خلکو د حکومتي کميټې له اعلان نه يوه ورځ وړاندې روژه وکړه.

خو يو عالم دين حافظ ادريس وايي چې غير سرکاري کميټې له غونډي منعه کول د ستاينې وړ ګام دې ځکه چې له حکومت پرته چا ته د مياشت د ليد يا د نه ليد د اعلان قانوني يا شرعي واک نه دې تر لاسه شوې.

"اسلام د وخت حاکم ته ډېر واک ورکړی دی او د حديث تر مخه په شرعي کارونو کې يې اطاعت واجب دی ، مرکزي کميټې هره مياشت غونډه کوي او دا ځینې خلک يوازې د روژې او ختر لپاره کميټې جوړې کړي او انتشار جوړوي ، دا د حکومت کار دې او که چرې حکومت يې نه کوي نو بيا نور عالمانو ته اختيار شته چې د اختر او روژې اعلان وکړي"

خو د قاسم علي خان جماعت د کميټې غړې مولانا عابد کمال وايي چې دوی له شريعت سره سم د اختر او روژې اعلان کوي.

"دا کار د قاضې دې او دا مهال په پاکستان کې قاضي نيشته ، سرکاري کميټي غير آیيني ده او فيصلې غلطې کوي، نو په داسې حال کې د دين يو مستند عالم کولی شي چې د روژې او اختر اعلان وکړي"

په پاکستان کې رویت هلال يا د مياشت د ليد کميټي ۱۹۷۴ م کال کې د قامي اسمبلۍ د يو قرارداد په بنسټ جوړې کړې شوه او د هحغې وروسته د دې لپاره هېڅ ډوله قانون نه دې جوړ شوی.

د خيبر پښتونخوا د مذهبي چارو وزير حيبيب الرحمان څو ورځې وړاندې مشال راډېو ته وويل چې که مرکزي حکومت د روژې او د اخترونو مياشت ليد او نه ليد کشاله مستقل هوارول غواړي نو بايد چې برابر قانون سازي ورله وکړي.

  • انځور سایز

    ځلاند یوسفزی

    ځلاند یوسفزی په پېښور کې د مشال راډیو خبریال او د ویډیويي مطالبو اېډېټر (مدیر) دی. هغه پر بېلابېلو موضوعاتو غږیز، لیکلي او ویډیويي راپورونه او مستند فلمونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG