د یاد تنظيم مشرې ثمرينه خان وزير د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل ، دوی له ټولو مېرمنو غوښتنه کوي چې په احتجاج کې ګډون وکړي او د قبایلي سیمو لپاره په دې هڅه کې د دوي ملاتړ وکړي.
ثمرينه خان وزير وویل ، دوی به هڅه کوي چې په دې احتجاج کې په لوی شمېر مېرمنې شریکې کړي.
نوموړي وویل چې دوی په قبایلي سیمو کې رواج ایکټ نه مني بلکې د نور پاکستان غوندې قانون غواړي.
د قبایلي سیمو د زده کوونکو سازمان د جولايي پر شپږمه نېټه اعلان وکړ چې په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو عملي کولو په لړ کې د ځنډ پرضد به د جولايي پر ۱۹مه په پېښور کې د ګورنر د کور مخې ته احتجاجي ناسته کوي.
د یاد تنظیم مشر شوکت عزیز مشال راډیو ته وویل چې د دوی لومړۍ غوښتنه دا ده چې قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا ګډې کړل شي.
نوموړي وویل چې دوی د دې لپاره هم ږغ پورته کوي چې په قبایلي سیمو کې د تعلیمي ادارو جوړولو لپاره شوې ژمنې دې پوره شي او په قبایلي سیمو کې دې د موبایل – تري جي – ټکنالوژي هم ورکړل شي.
دا له هغه وروسته ده چې په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو بل د وزیراعظم نواز شریف په امر پارلمان ته د بحث لپاره له وړاندې کېدو ورګرځول شو.
د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په اړه د ملک سیاسي ګوندنه په یوه خوله نه دي. یو شمېر وايي چې یادې سیمې دې په خیبر پښتونخوا ګډې کړل شي خو یو شمېر بیا د دې خبرې مخالفت کوي او وايي چې په قبایلي سیمو کې تر هر ډول بدلون وړاندې دې د هغو سیمو له ولس څخه پوښتنه وشي چې دوی څه غواړي.