د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا په مالي مرسته ملېشه ځواک ته جوړه ودانۍ پرانستل شوه


د ایف سي ځواک کمانډنټ لیاقت علي خان وینا کوي
د ایف سي ځواک کمانډنټ لیاقت علي خان وینا کوي

د امریکا په مالي مرسته د ایف سي ځواک - فرنټیر کانسټبلري – لپاره جوړه شوې ودانۍ په یو دستوره پرانستل شوه.

په پېښور کې امریکايي کونسل خانې د جمعې په ورځ په یو خبرپاڼه کې وویل چې دا غونډه په اسلام اباد کې په خیبرپښتونخوا هاوس کې شوې ده.

خبرپاڼه لیکي ، دا ودانۍ سپینه تاڼه نومېږي چې په څه باندې دوه نیم میلیونه امریکايي ډالرو جوړه شوې ده.

په دې پراخه ودانۍ کې د ایف سي ځواک لپاره دفترونه ، د اوسېدوو ځایونه ، بارکونه ، خوراک ځایونه او یو شمېر نورې اسانتیاوې شاملې دي.

د دې غونډې پر مهال د امریکا له خوا ایف سي ځواک ته د درې میلیونه ډالرو په لګښت اخیستل شوي امنیتي او ړوند توکي هم ورکړل شوي دي.

په دې توکو کې ۱۵ سوه زغره وال یا مرمۍضد جاکټونه او فولادي خولۍ ، ۳۰ زره وردۍ ، ۱۵ زده بوټان او ۱۵ زره هغه پټې شاملې دي چې ځواکونه د کار پر وخت ملا په تړي.

د نشي موادو او قانوني عملدارۍ په اړه د نړیوالې ادارې د پاکستان څانګې مشر مایک میکوېن هم په دې پرانسته کې ګډون کړی وو.

نوموړي په سیمه کې د حکومتي واک غځولنې او امنیت ټینګولو په لړ کې د ملېشه ځواک - ایف سي – کردار مهم وبالی.

مایک میکوېن وویل ، د ملېشه ځواک لپاره دا سپینه تاڼه د کوهاټ ، پېښور او خیبر ایجنسۍ ترمنځ پر ډېر ستراتیژیک ځای جوړه شوې ده.

د ملېشه او لویز ځواک لپاره تر دې وړاندې هم په یاده سیمه کې دوې ودانۍجوړې شوې وې چې پر لومړۍ ۱.۹۳ میلیونه ډالر او پر دویمه ۱.۷۴ میلیونه ډالر لګښت راغلی وو.

د ملېشته ځواک کمانډنټ لیاقت علي خان غونډې ته وویل ، دوي د امریکا پراخو مرستو او اغېزمنې همکارۍ ډېر منندوي دي.

نوموړي وویل ، دوي د ملېشه ځواک او نشي موادو او قانوني عملدارۍ ادارې ترمنځ د ملاتړ دوام ته میله من دي.

ټاکل شوې ده چې د نشي موادو ضد او قانوني عملدارۍ لپاره کارکوونکې دا امریکايي اداره په راتلونکي کې ملېشه ځواک ته د ۱.۷۵ میلیونه ډالرو په لګښت نور امنیتي توکي هم ورکړي.

د دې مرستو هدف دا ښودل شوی چې د یاد ځواک خوندیتوب باوري کړي او په قبایلي سیمو کې د هغوی اغېز زیات کړل شي.

د نشي موادو ضد او قانوني عملدارۍ لپاره جوړه دا اداره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت تر څارنه لاندې د نړۍ تر ۹۰ زیاتو هیوادونو کې کار کوي.

یاده اداره په دې هیوادونو کې له ځایي حکومتونو او امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي چې د جرمنو ، درغلیو او له نشي موادو سره تړلو جرمونو مخه ونیسي او د پولیسو د قوي کولو تر څنګ داسې داسې قانون او عدالت ته وده ورکړي چې پر انصاف ولاړ او جوابده وي.

XS
SM
MD
LG