د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلال الرحمان: د قبایلي سیمو پولیټکل ایجنټان درغلۍ کوي


قبایلي سیمې
قبایلي سیمې

د پاکستان په سېنټ کې د قبایلو او سرحدونو لپاره قایمه کمېټۍ مشر هلال الرحمان د قبایلي سیمو پر پولېټېکل ایجنټانو تور پورې کړی چې هغوی په درغلیو کې ککړ دي.

هلال الرحمان ویلي چې د دې پولیټکل ایجنټانو پرضد دې کلک ګامونه پورته کړل شي.

خو د سرحدونو لپاره قایمه کمېټۍ غړي وايي ، اصل مسله په پولېټېکل ایجنټانو کې نه بلکې په فاټا سېکرېټرېټ کې ده.

دوي وايي ، حکومت ته په کار ده چې هلته د درغلیو د مخنیوي لپاره اړین ګامونه پورته کړي او دا مسله هواره کړي.

هلال الرحماند پنجشنبې په ورځ د یادې کمېټۍ غونډې ته وویل چې د قبایلي سیمو پولیټکل ایجنټان د ولس ستونزو ته پام نه کوي بلکې یوازې د پېسو ګټلو ته ناست دي.

هلال الرحمان وویل د هم دې پولیټکل ایجنټانو په مرسته خلک قاچاق هم کوي.

د نوموړي په وینا چې پولېټیکل انتظامیه په لکونو روپو باندې کمېشنران په قبایلي سیمو کېبهرتي کوي باید چې د خېبرپښتونخوا ګورنر او ورسره چیف سېکرېټري د دوی پر ضد کاروايي وکړي

سېنېټر هلال الرحمان د جمعې په ورځ له مشال راډیو سره په مرکه کې هغه خبرې تکرار کړې چې یوه ورځ وړاندې یې د کمېټۍ غونډې ته کړې وې.

ده وویل ، پوليټیکل ایجنټانو ټېکس لګولی دی نو ټېکس لا فاټا ته غځېدلی نه دی او کوم ټېکس اخیستل کېږي؟

بل پلو د یادې کمېټۍ نورو غړیو وویل چې مسله یوازې په پولېټېکل انتظامې یا پولېټېکل ایجنټانو کې نه بلکې اصل مسله په فاټا سیکرېټرېټ کې ده چې په هر ځای او هره منصوبه کې درغلۍ کوي.

له مشال راډیو سره خبرو کې د سېفران کمېټۍ غړي او په سېنېټ کې پارلیماني مشر هدایت الله خان وویل چې دوی څو ځله له حکومت سره دا مسله راپورته کړې چې په فاټا سیکرټرېټ کې ډېره درغلي کېږي.

هدایت الله خان وویل ، د درغلیو یوه لویه بېلګه په باجوړ کې دوه ډګري کالجونه دي چې پخواني ګورنر مهتاب احمد عباسي يې اعلان کړی وو.

ده وویل ،د دې کالجونه لپاره چې فاټا سیکرټریټ کومه مځکه اخیستله نو د باجوړ پولېټیکل ایجنټ پرې لاس لیک ونه کړ ځکه چې د مځکې پېسې ډېرې زیاتې وې چې کوم زمکه د ۶ لکه وه هغه په ۲۷ لکه روپئ اخېستل شوې وه چې کوم ځای په ۲ لکه وه هغه په ۱۸ نیم لکه اخېستل شوی وه.

هدایت الله خان وویل ،دا معامله ایف ډبلیو پي غونډې ته لاړه نو هغوی پرې هم اعتراض وکړ او وویل چې په اورکزو ایجنسۍ کې هم دغه کالج جوړ شوی په درې کروړه پنځه اویا لکه روپۍ او دغه کالج چې په باجوړ کې په سلارزو کې جوړېږي نو هغه په ۱۵ کروړه جوړېږي او په برنګ سیمه کې به په لس کروړه جوړېږي؟

د فاټا سیکرټريټ د اطلاعاتو د څانګې ډایرېکټر عبدالسلام وزیر له مشال راډیو سره په خبرو کې دا تورونه بې بنیاده وګرځول.

هغه وویل ، د پارلمان غړي په هره منصوبه خبر وي او د دوی په اجازت دغه منصوبې منظورېږي بلکې دغه د پارلمان غړي يې دوی ته په ګوته کوي او د دې پوره یو نظام دی له هغه سره سم دا منصوبې سر ته رسول کېږي نو دا تورونه بې اساسه دي.

XS
SM
MD
LG