د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت چې فیصله محفوظه کړي نو مطلب یې څه وي؟


د پاکستان سپریم کورټ
د پاکستان سپریم کورټ

د پاکستان سپریم کورټ درې کسیزه جرګګۍ د پاناما اسنادو په مقدمه کې خپله فیصله محفوظه کړې ده. د پاناما اسنادو مقدمې رسمي اورېدنه د پاکستان سپريم کورټ پنځه کسيزه ډلې د ۲۰۱۶ز په سېپټېمبر مياشت کې پیل کړه چې د ۲۰۱۷ز کال تر فبرورۍ جاري وه.

پراګ - د پاناما اسنادو مقدمې رسمي اورېدنه د پاکستان سپريم کورټ پنځه کسيزه ډلې د ۲۰۱۶ز په سېپټېمبر مياشت کې پیل کړه چې د ۲۰۱۷ز کال تر فبرورۍ جاري وه. هغه وخت هم عدالت خپله فيصله محفوظه کړه او تقریباً دوه مياشتې پس یې فيصله واوروله چې په دغه کېس کې نور تحقيقات پکار دي.

د دې لپاره عدالت د ګډې پلټیزې ډلې جوړېدو امر وکړ چې د جولاۍ پر ۱۰مه یې خپل رپورټ وړاندې کړ.

سپريم کورت د جولای په ۱۷مه بيا د کېس اورېدنه شروع کړه چې اوس یې بيا فيصله محفوظه کړې ده.

دا چې په قانوني ژبه کې د فیصلې محفوظېدو مطلب څه دې؟په پيښور کې مشر وکيل او د پاکستان د قانون پخوانی وزير افتخار ګيلاني وايي چې دادوې معناوې لري.

ده وویل ، یو مطلب دا وي چې په هغه بینچ کې ججان زیات وي، درې، پنځه یا اووه. په دې کېس کې درې ججان دي. یوه وجه دا کیدای شي چې دوی په خپلو کې سره مشوره نه ده کړې چې فیصله څه کول پکار دي. یا که مشوره یې کړې هم ده نو بیا یې لیکل چې څومره پړاوونه و لیکل شي. هغوی په داسې کېسونو کې احتیاط کوي چې اول یې و لیکو نو بیا به یې اعلان وکړو.

قانون پوه او د پاکستان بار کونسل مرستیال مشر لطيف اپرېدی وايي چې عدالت په فوري توګه يو واضحه فيصلې ته ونه رسي نو بيا فيصله محفوظه کړل شي.

نوموړي د پاناما کېس په لړ کې د فېصلې د محفوظېدو په اړه وویل ، چې ججان فوري طور فیصله نه شوي کولای، یاني د دواړو خواو موقف یې واوریدو خو رايې یې په فوري توګه یوه نه ده، نو هغوی په خپلو کې بحث مباحثه کوي. او د ځینو دستاویزاتو او ځینو قوانینو په هکله په یوه رايې رسېدل غواړي، نو هغوی د دې لپاره (خو کیدای شي یوه رايې جوړه هم نه شي) فیصله محفوظول غواړي.

د پيښور هايي کورټ وکيل نور عالم خان وايي چې دفيصلې دمحفوظولو مقصد په هغه مقدمه کې نور وخت اخستل وي، چې دا شان کېس نور وڅيړل شي.

خو نوموړي دا هم وويل چې د پاناما اسنادو په اړه په ميډيا کې ډير زيات بحثونه شوي نو ځکه عدالت نه غواړي چې په سمدستي توګه فيصله وکړي.

په عدالت کې د فيصلې محفوظولو وروسته د حتمي فيصلې د وخت په اړهنور عالم خان وويل ،د عام یا لاندې عدالتونو لپاره یې وخت مقرر کړل شوی دی چې پورې باید فیصله وشي. سپریم کورټ تر درو اوونیو زیات وخت نه شي اخیستی. فیصله باید هم په هغه ورځ یا په درو هفتو کې دننه اعلان شي. د دې وجه دا ده چې د کېس اوریدنې پر مهال وړاندې شوې دلایل د دوی په ذهننونو کې تازه وي او په نوټس کې یې وي. قانون وايي چې فیصله باید زر تر زره اعلان شي.

نور عالم خان زياته کړه که چرې د مقدمې فیصلې اورولو کې تر يوې میاشتې زياته موده ولګېده نو بيا د هغه مقدمې سماعت بهبیا کيږي. د قانوني چارو پوهان تمه څرګندوي چې د پاناما اسنادو په اړه به سپريم کورټ فيصله زر واوروي.

که څه هم وزيراعظم نواز شریف د درغلۍ تورونه ردوي خو په وروستيو کې یې ويلي چې د عدالت فيصله به مني او ورته احترام لري.

سمونه: افتخار ګېلاني د پاکستان د قانون او انصاف پخوانی وزیر دی. په دې رپورټ کې مخکې هغه د خیبر پښتونخوا د قانون پخواني وزیر په توګه یاد شوی وو.

XS
SM
MD
LG