د خېبر پښتونخوا انفارمېشن ټېکنالوژۍ بورډ تر انتظام لاندې د کمپويټر ساینس زده کونکيو د ټرافیک ، صفايي ، اوبو ، سوداګرۍ او د ځینې نورو ادارو لپاره موبايل اېپليکشنز او کمپيوټري پراګرامونه جوړ کړي دي.
د دې پروګرامونو په کارولو کې عام ولس له ادارو سره خپلې ستونزې او شکايتونه شريکولی شي، چې له دې تيکنالوژۍ په استعمال سره حکومتي ادارو ته هم ګټه رسولې ده.
د خيبر پښتونخوا سيوک انوويشن يا د ولسي ژوند د ښه کولو د پروژې مشر ابتهاج مشال راډیو ته وويل چې د ۲۰۱۴م کال راهیسې تر اوسه د ۱۲ حکومتي ادارو لپاره کمپيو ټري پروګرامونه جوړ کړي دي.
نوموړی زیاته کړه، پنځه جوړ شوي نوي پروګرامونه به د روان کال د ستمبر له مياشتې کار پيل کړي.
بُشری مصطفی هم په هغه ډله کې کار کوي چې د خيبر پښتونخوا د تجارت د ادارې لپاره يې ځانګړې ويبپاڼه جوړه کړې ده.
نوموړې وايي چې د دې ويبپاڼې له لارې به د صوبې ولس د خپل کاروبار لپاره په هېواد کې دننه او بهر سرمايه کاران لټوي.
نوموړې زیاتوي، دا په پاکستان کې دی خو په بهر دنيا کې نشته، په دې کې به تاسو په يو وېب سایټ کې د کاروبار په اړه خپل نوښت شريکوی، د ټولې نړۍ پنګه اچونکي به يې ګوري او که يې خوښ شي نو بيا به د کاروبار لپاره پيسې درکوي.
ده وویل، بله ګټه يې دا ده چې بهرنیو خلکو ته دلته د ښه کورونو او سوچونو مالومات هم کېږې.
په ياده پروژه کې تیر کال د ټرافیک پوليس د چالان او نورو انتظامې چارو لپاره هم د موبایل فون ايپليکيشن تيار کړل شوی وو چې د کاميابۍ وروسته يې اوس د ټرافیک ستونزې له يادې ادارې سره د شريکولو لپاره هم ايپليکيشن جوړ کړی دی.
کاشف احمد وايي چې ولس به اوس د ټرافیکي پېښو او ناروغانو اطلاع په يوه تکمه پوليس ته ورکولی شي.
نوموړی وايي، لومړۍ دا يوازې په پېښور کې پيلېږي او بيا وروسته به مردان چارسده او نورو ضلعو ته غځول کېږي.
د قبايلي سيمې دره ادم خيل ماريه علي افريدي هم د ډبليو ايس ايس پي يا د پيښور د ښار د پاکي حکومتي ادارې لپاره د موبايل اېپ جوړلو ډلې برخه ده.
نوموړې زیاتوي، ددې له لارې د څښلو اوبو ، د نالو بنديدو ، او د ګندګۍ شکايت يادې ادارې ته کېدلی شي.
دې وویل، د يو ځای عکس به واخستل شي او هغه به اېپ کې ولېږل شي نو ادارې ته به پخپله معلوم شي چې دا عکس له کوم ځایه راغلی دی او هغوي چې ستونزه هواره کړي نو بيا به تاسو ته يو په موبايل اېپ کې يو مسيج هم راشي.
د کمپيوټر ساینس پوهه لرونکيو ځوانانو د بجلۍ د غلا دمخنيوي لپاره تیر کال کار د نو کنډا په نوم هم يو موبایل فون ايپليکېشن جوړ کړی وو خو لا هم حکومت ورڅخه ګټه نه ده پورته کړې.