د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستانیان اوس په کراچۍ کې شناختي کارډ جوړولای شي


د شمالي وزیرستان ګڼې بېکوره کورنۍ لا هم په بنو کې اوسي
د شمالي وزیرستان ګڼې بېکوره کورنۍ لا هم په بنو کې اوسي

اسلام اباد - د پاکستان په پارلېمان کې د شمالي وزیرستان استازی محمد نذیر وايي، د هغې سیمې خلکو لپاره د شناختي کارډونو جوړولو ادارې (نادرا) په کراچۍ او ډېره اسماعیل خان کې مراکز جوړ کړي دي.

نوموړي د دوشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، په دې مراکزو کې د شمالي وزیرستان اوسېدونکي نه یوازې شناختي کارډونه بلکې خپلو بچیو لپاره فارم – ب هم جوړولای شي.

ده وویل، د وزیرستان زرګونه اوسېدونکي په کراچۍ، ډېره اسماعیل خان او نورو سیمو کې اوسي او دوی پخوا د شناختي کارډ جوړولو لپاره وزیرستان ته تلل چې د دې له وجې له ستونزو سره مخامخ ول.

نذیر وايي، د نادرا له چارواکو سره یې خبرې اترې وکړې او بالاخره پر دې وتوانېد چې د شمالي وزیرستان اوسېدونکو لپاره په یادو ښارونو کې مراکز پرانیزي.

له نذیره مو وپوښتل چې د شناختي کارډ جوړولو لپاره خو د خپلې سیمې له ملکانو تصدیق کول اړین وي، په کراچۍ او ډېره اسماعیل خان کې به یې وزیرستانیان څنګه کوي؟

ده وویل، د شمالي وزیرستان اوسېدونکي په هغو ښارونو کې له مېشتو وزیرستانیو ملکانو تصدیق کولای شي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال کې د جون پر ۱۵مه په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات پیل کړل چې له کبله یې د هغو سیمو څه د پاسه یو میلیون خلک بېکوره شول.

له یوې مودې راهیسې اوس شمالي وزیرستان ته د خلکو ستنېدو لړۍ روانه ده خو لا هم زرګونه کورنۍ د بنو په کیمپونونو او د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې اوسي.

XS
SM
MD
LG