د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو مشر ملا منصور خبر وو چې وژل کېږي


نیویارک ټایمز د افغان طالبانو د پخواني مشر ملا اختر منصور په یوه امریکايي ډرون برید کې د وژنې په اړه په یو راپور کې لیکلي چې نوموړی تر خپل مرګ وړاندې د خپلې کورنۍ غړي له خپل حاله خبر کړي وو او دا ویره ورسره وه چې کېدای شي پاکستان يې ووژني.

د نیویارک ټایمز په راپور کې راغلي دي چې د دوه زره شپاړلسم کال د مۍ په ۲۳مه نېټه چې کله د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور له ایرانه د پاکستان کوټې ښار ته په مزل وو نو هغه خبر وو چې یوه څه بده پېښه یې مخې ته ده. هغه خپل ورور او خپلوانو ته خبرداری ورکړی وو چې د هغه د مرګ خبر ته تیار اوسئ.

د ملا اختر منصور یو نېزدې ملګري د نوم نه ښودو په شرط ورځپاڼې ته ویلي دي چې پاکستان د طالبانو له مشره ډېرې غوښتنې لرلې خو هغه ورسره نه منلې. طالب کماندانانو او افغان چارواکیو ورځپاڼې ته ویلي ـــــــــ چې ملا منصور د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اېس ای له خوا په افغانستان کې د جنګ د تاوان زیاتولو لپاره د سکولونو، پلونو او سړکونو ورانولو خبره نه منله. دغه شان هغه د پاکستان دا غوښتنه هم رد کړې وه چې سیراج الدین حقاني دې د هغه د نایب په توګه کار وکړي.

ځینو پخوانیو طالب کماندانانو ویلي دي چې د ملا منصور موخه دا وه چې له ایران سره اړیکې ښه کړي او طالبان د پاکستان له اثره لیرې کړي. دغه شان به هغه وکړل شي چې جنګ په خپل سر پر مخ بوځي او که د روغې جوړې خبره وي نو هم هغه به فیصله کوي.

د ملا منصور تر وژنې وروستو مولوي هیبت الله اخونزاده د طالبانو مشر وټاکل شو چې په جنګي میدان کې هېڅ تجربه نه لري.

نیویارک ټایمز د کندهار د پولیسو مشر جنرال عبدالرازق له خولې لیکلي دي چې ملا اختر منصور له وړاندې خپلو خپلوانو ته ویلي وو چې له پاکستان سره يي اړیکې ښه نه دي او کېدی شي پاکستان يې ووژني.

په کومه ورځ چې ملا منصور په نښه کړل شو هغه له ایرانه ستنېدولو. خو تر دې وړاندې هغه تل په پاکستاني پاسپورټ تر یوه جعلي نوم لاندې سفرونه کول او د پاکستان استخباراتو ته د دې ټولو خبرو علم وو.

جنرال رازق وايي ــــــ کله چې هغه له ایرانه و پاکستان ته اوښتلو نو د ملېشې ځواکونه ورپسې وو او د هغه څار يې کولو او کله چې په ډرون برید کې ووژل شو نو د ملېشې ځواکونه د میډیا له غړیو سره په پینځه منټه کې دننه د پیښې ځای ته رسېدلي ول.

د ملا منصور تر وژنې وروستو د هغه د کورنۍ نېږدې ۲۴ غړي یا خو د افغان حکومت ملګري شوي او یا د پاکستان له خوا له نورو بریدونو د خوندي پاتي کېدو لپاره افغانستان ته کډه شوي دي.

XS
SM
MD
LG