د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې د ډرامو د یو هیرو عمران ترین ژوند او کار


اداکار عمران ترین
اداکار عمران ترین

عمران ترین د کوټې تمثیلي هنر یو ځلنده ستوری دی چې په ګڼو ډرامو او فلمونو کې یې کار کړی، لا یې هم تنده خړوبه شوې نه ده او د نورو پرمختګونو لپاره مبارزه کوي.

د بلوچستان خاورې وخت په وخت پښتو او اردو ډرامو له نادره ملغلري ورکړي چې شهرت یې یواځې ددغې صوبې تر پولو محدود نه دی پاتې شوی بلکې د نورو سیمو خلکو هم د دغو ارټسټانو هنر کتلی او ستایلی دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:47 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د عمران ترین پېژندنه

د نوموړي پوره نوم عمران اختر ترین دی. دی نږدې درې لسیزې وړاندې په کوټه ښار کې زوکړی. اصلي تړاو یې د پشین سره دی، خو دا چې پلار یې په یوه سرکاري اداره کې کار کاوه نو ځکه یې زوکړه، زدکړه او روزنه د پاکستان په بیلابېلو ښارونو کې شوېده.دی وايي:

​« د پشین په ملکیار سیمه کې زموږ کور دی، مېنه مو ده، باغونه مو دي، مشران مو هلته پاتې شوي، خو بابا مې او موږ په ټول پاکستان کې وخت په وخت استوګنه کړېده.»

لوړې زده کړې:

عمران ترین وايي د پلار نوکري چې به یې د پاکستان کوم ښار ته بدله شوه نو ټوله کورنۍ به ورسره هورې ولاړه. همداده چې ده هم زده کړې په بلوچستان او سند صوبو کې ترسره کړي دي. نوموړي په نړیوالو اړیکو کې د ماسټرۍ ډګري ترلاسه کړې ده. قانون یې هم لوستلی دی. نورې زده کړې یې هم کړې دي.

شوقونه او امیدونه

دا چې کورنۍ یې تعلیم یافته او شتمنه وه نو له وړوکوالي یې د لوبو، موسیقۍ، ډرامو او فلمونو سره علاقه لرله. د ده په وینا د کرکټ په میدان کې یې هم د پاکستان د ۱۹ کلنو لوبغاړو ملي ټیم ته ځان رسولی و.

عمران ترین د خپلو ملګرو اداکارانو سره
عمران ترین د خپلو ملګرو اداکارانو سره

فلمونو او ډرامو ته تګ:

عمران ترین وايي شوق یې له راډیو سره و او د کوټې راډیو له یې څو څو وارې امتحانونه ورکړل، اډیشن به یې وشو خو قسمت یاري نه ورسره کوله. خو دې زلمي همت نه بایلود او اخر هم بریالی شو.

دی زیاتوي:

« باور وکړئ، د کوټې راډیو شپږ وارې ناکامه کړی یم، پروډیوسر اصف غوري ویل چې ستا د اردو لهجه سمه نه ده. خو ما یو ضد نیولی و چې زه به ځان ثابتوم. هماغه و چې اخر یې هم کار راکړ.»

عمران ترین د عبدالله فلم د جوړیدو پرمهال
عمران ترین د عبدالله فلم د جوړیدو پرمهال

دا د ۱۹۹۶ کال خبره ده چې عمران ترین د کوټې راډیو له ځي او هلته په بیلا بیلو ډرامو کې کار کوي. دی لا په کالج کې و چې په مجله ( اخبارجهان ) کې ډرامه جوړونکي عاشر عظیم ( چا چې مشهوره اردو ډرامه دوان یا لوګی جوړه کړې) اعلان خپروي چې نویو ځوانانو ته ضرورت لري. د مور په تشویق او هڅونه زلمی عمران ترین هم د یاد پروډیوسر او ډرامه جوړونکي سره په اړیکه کېږي. عاشر عظیم د عمران ترین کار خوښوي او په خپله ډرامه کې ورته مهم رول ورکوي. له هغې وروسته پرې د کار باران وشو، د کوټې سټیشن نه یې په ( واپسي) ډرامه سریل کې کار وکړ.

پښتو ډرامو کې کار

عمران ترین وايي په ۱۹۹۹ کال کې ورسره امان الله ناصر د پښتو ډرامې لپاره تماس نیسي. دی په ( ونډه ) ډرامه کې کار کوي.له هغې وروسته د پښتو ډرامو کړکۍ ورته پرانیستل کېږي او دی په لسګونو ډرامو کې مخکښ رول لوبوي. د ده په مشهورو ډرامو کې، تر ګل نازک،سوزلی لمر، کویټه، بې بنګړو لاسونه او سټیشن او ټینشن د یاد وړ دي. عمران ترین وايي تر اوسه یې په ۳۲ و ډرامه سیریالونو او ۱۶ و نورو ډرامو کې کار کړی دی.

په فلمونو کې کار

عمران ترین د جمال شا په فلم ریوینج اف دې ورتلس ( بدل ) کې کار وکړ او مهم رول یې پکې ولوبولو. دا فلم د سوات د عملیاتو په ترڅ کې جوړ شوی دی. له هغې وروسته هاشم ندیم د عبدالله په نوم فلم جوړ کړ چې په دغه فلم کې هم ښاغلي ترین د خپلې اداکارۍ جواهر وړاندې کړې دي. دا فلم د بلوچستان په خروټ اباد سیمه کې پر چیچنايي خلکو د ډزو په تناظر کې جوړ شوی و. عمران ترین اوس مهال په دوو نورو فلمونو کې په کار بوخت دی.

د عمران ترین راتلونکي کارونه

نوموړی وايي په پاکستان کې اوس مهال غوره فلمونه او ډرامې په کراچۍ ښار کې جوړیږي، ده ته هم افرونه شوي دي او دی په پام کې لري چې ډېر زر یاد ښار ته کډه شي او هملته په ډرامو او فلمونو کې کار وکړي.

پاکستانۍ ډرامې او فلمونه

عمران ترین وايي که څه هم د پاکستان فلمونه اوس د عروج په حال کې نه دي خو ډرامې یې ډېرې ښکلې دي. دی زیاتوي:

« په هند کې ښه فلمونه او پاکستان کې ښې ډرامې جوړیږي. زما په خیال د پاکستان ډرامې په ټوله اسیا کې په لومړي قطار کې ولاړې دي.»

عمران ترین وايي یو مهال به په اردو ډرامو کې پښتون ته د چوکیدار، ډرایور او باډي ګارډ په څېر معمولي رول ورکول کېده، خو د ده په وینا اوس داسې نه ده، اوسنیو ډرامو کې پښتنه کورنۍ تر ټولو معتبره، باسیواده او معززه ښودل کېږي.

XS
SM
MD
LG