پراګ ـ د سپټمبر پر شپاړسمه د جرمني په کولن ښار کې د (کونړ سيند) په نوم دوديزه کلنۍ مشاعره وشوه چې سلګونو اروپا مېشتو پښتنو شاعرانو، ليکوالو او فرهنګيانو پکې ګډون وکړ.
په ياد ښار کې مېشتو افغانانو له ۲۰۰۷ م کال راهيسې د کونړ سيند په نوم د کلنيو دوديزو مشاعرو لړۍ پيل کړې.
د روان ۲۰۱۷ م کال د کونړ سيند مشاعرې د جوړوونکې ډلې يو غړی او ليکوال او فرهنګپال، عزيز سرشار وايي، مشاعرې ته يې د کونړ سيند نوم ځکه خوښ کړی چې پښتنو ته د دغو اوبو اقتصادي او سياسي ارزښتونه په ګوته کړي.
(( کونړ يوازې د يو سيند نوم نه دی، بلکې له دې سره د پښتنو اقتصادي او سياسي ارزښتونه تړلي دي. پر دې سيند که د اوبو بندونه جوړ شي نو د لر او بر پښتنو د برېښنا د نيشتوالي ستونزه به حل شي.
سياسي ارزښت يې بيا دا دی چې د کونړ سيند د بر افغانستان نه لر هغه ته بهيږي، چون پښتانه وېشل شوي دي، نو موږ په شعوري توګه دې مشاعرې ته د کونړ سيند نوم غوره کړی دی چې له اقتصادي او سياسي ارزښتونو ډک دی.))
د کونړ سيند مشاعرې ته هم په جرمني کې مېشت ځوان شاعر، ميوند فدا هم ورغلی وو او خپل دا شعر يې پکې واوراوه.
روح مې دی، بدن مې دی، وګړی د دې خاورې
زور د هسک وطن مې دی، وګړی د دې خاورې
پت مې دی، عزت مې دی، که مړ يم، که ژوندی يمه
شال مې دی، کفن مې دی، وګړی د دې خاورې
پرېږده که اغيار مې زړه راوڅيري خو پوه يمه
تار مې دی او ستن مې دی، وګړی د دې خاورې
زما د توقع نه لوړ، ډېر زيات هرکلی مې وشو، نه يوازې زما بلکې نور شاعران هم ونازول شول.میوند فدا
فدا وايي، د اول ځل لپاره يې په ياده مشاعره کې ګډون وکړ او ډېر خوښ شو چې له پښتنو شاعرانو او فرهنګيانو سره يې وليدل.
(( دغه ډول مشاعرې او فرهنګي ناستې ډېرې ګټورې وي. پښتانه شاعران او ليکوالان پکې يو ځای کيږي، خپل فرهنګ او کلتور راژوندی کوي، د دوی فرهنګي او ادبي تنده ماتيږي او مخامخ سره ګوري. دا زما لومړی ځل وو چې په اروپا کې په يوه مشاعره کې مې ګډون وکړ او خپل شعر مې پکې واوراوه. زما د توقع نه لوړ، ډېر زيات هرکلی مې وشو، نه يوازې زما بلکې نور شاعران هم ونازول شول. نو زه ډېر خوښ يم چې په دغه مشاعره کې برخه مې واخيسته.))
ټوله مشاعره مو پر خپل هېواد، ژبه، کلتور او دې ته ورته شيانو راټوله وه.عزیز سرشار
د کونړ سيند مشاعرې جوړوونکی عزيز سرشار وايي، د دوی غونډې ته ورغليو شاعرانو که له يوې خوا په خپلو شعرونو کې د وطن غميزې بيان کړې نو له بلې خوا يې د پښتنو د يووالي او د وطن د سولې هیلې هم پکې وښودې.
سرشار زياتوي، دی او ملګري يې په پام کې لري چې د خپلو ادبي او کلتوري هلو ځلو لړۍ افغانستان ته هم وغځوي او د هغه ځای له ټولنو سره ګډ کار وکړي.
((زموږ غونډې ته راغلي شاعران او فرهنګيان، که څه هم په فزيکي توګه له هېواده د باندې دي، خو دوی چې هر چيرته کيني، د خپل هېواد پر ستونزو او مسالو بحثونه کوي. نو ټوله مشاعره مو پر خپل هېواد، ژبه، کلتور او دې ته ورته شيانو راټوله وه. موږ په اروپا کې د پښتو يا افغان بهير په نوم د يوه بنسټ فکر هم لرو، چې له دغه لارې کتابونه چاپ او په لوی افغانستان کې له ټولنو سره رابطې جوړې کړو.دا کارونه مو په پام کې نيولي، خو په عملي کېدو کې به يې لږ وخت لګي، او هغه ځکه چې په پردي وطن کې ژوند کوو.))
شنونکي د هېواد دننه او د باندې د پښتنو ادبي او کلتوري غونډې د ارزښت وړ بولي او زياتوي چې په ترڅ کې يې نه يوازې پښتني شعر او ادب او فرهنګ ته ګټه رسي، بلکې په ټولنه کې د سخت دريځه فکر او کړنو مخه هم نيول کېدای شي.