د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټيلرسن هيله من دی چې ايران به د اټومي تړون پر سر خبرو ته کښېني


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټیلرسن وايي، دی اوس هم هیله من دی چې ایران به د امریکا په غوښتنه د ۲۰۱۵م کال په اټومي تړون کې د بدلون لپاره پر خبرو اترو سلا شي.

ټیلرسن دا څرګندونې د چارشنبې په ورځ ناوخته په نیویارک کې د یاد تړون له نورو غاړو سره تر خبرو اترو وروسته یوې خبري غونډې ته کړې دي.

که څه هم د ایران ولسمشر حسن روحاني د تهران او نړيوالو قوتونو تر منځ په ۲۰۱۵م کال کې د شوي اېټمي تړون په ځينو مادو کې د بدلونونو پر سر نوې خبرې اترې رد کړې، خو د امريکا د بهرنيو چارو چارو وزير رېکس ټيلرسن بيا هم هيله ښودلې چې ايران به خبرو اترو ته غاړه کښېږدي.

نوموړي په دویم ځل د ایټمي تړون هغه برخې په ګوته کړې چې ۱۰ کاله وروسته يعني په ۲۰۲۵م کال کې له ايران څخه ځينې بنديزونه ليرې کوي چې مهم يې د ایران د یورانیمو پر غني کولو لګول شوي محدودیتونه دي.

دا محدودیتونه پر ايران په اقتصادي بندیزونو کې د نرمۍ په بدل کې لګول شوي ول. رېکس ټیلرسن وویل، ولسمشر ډونلډ ټرمپ غواړي چې د تړون پر دې برخو بیا خبرې اترې وشي خو حسن روحاني د ورځې په سر کې لا په دې اړه د خبرو اترو امکان رد کړ.

د فرانس ولسمشر ايمانيول مېکخوا هم د اېټمي تړون د هغو مادو پر سر چې په ۲۰۲۵م کال کې يې موده پای ته رسيږي، د خبرو اترو ملاتړ کړی او ويلي يې دي چې نوموړی په دې لړ کې د امريکا او ايران تر منځ د منځګړي رول لوبولو وړانديز کړی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل، دوی پر داسې نېټو او مهال وېش سره سلا شوي ول چې ټولو ته د منلو وړ ول نو اوس دا تړون داسې شی نه دی چې ګوتې پکې ووهل شي.

ايران په ۲۰۱۵م کال کې د نړۍ له شپږو هېوادونو امريکا، فرانس، جرمني، روس، چين او بريتانيې سره دا تړون لاسليک کړ چې د ځينو مهمو مادو موده يې په ۲۰۲۵م کال کې پای ته رسيږي.

ولسمشر روحاني وايي چې که تاسو یوه خښته وباسئ نو ټوله ودانۍ به نسکوره شي.

XS
SM
MD
LG